په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو د ماشومانو د واکسینولو پر ارزښت او ګټو او داراز د واکسینونو نه ورکولو تاوانونو په اړه بحث کړی دی. له دې پرته په ماشومانو کې د غذاییت د کمښت او د هغوی د خوار ځواکۍ د مخنیوي پر لارو چارو هم غږېدلي یو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې پيل له اردو سندرو کړی وو خو له ۲۰۱۶ز کال راهيسې پښتو سندرې هم وايي. د دې په خبره، پښتو سندرو زيات شهرت او عزت وربښلی دی.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا ځل د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر مهال د قبایلي سیمو اقتصاد ته د رسېدلو زیانونو پر بېلابېلو اړخونو بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه سندرغاړی عرفان کمال دی. نوموړی د مردان د طورو کلي او د نومیالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. په وروستیو کې د کمال ټپې او چاربیتې خلکو زیاتې خوښې کړې دي. په خپرونه کې د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځینې سندرې اورېدای شئ.
د پاکستان حکومت په هغو سيمو کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د وسلوالو ضد د پوځي عملياتو او ورسره د خبرو اترو دواړه تګلارې کارولې، خو پر دې سربېره هم ناامني نه ده ختمه شوې. د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې کې د همدې موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
په مشال مرکه کې مو د پښتو نومیالی هنرمند او لیکوال امان الله ناصر مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې د لیکوال او ټېلېوېژني او راډیويي خپرونو د جوړوونکي او اداکار په توګه کار کوي. ناصر د مشال راډیو لپاره اوونیزه مزاحیه خپرونه "پام کوه" هم جوړوي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.
په داسې حال کې چې د اختر د خوشحاليو لپاره تیارۍ روانې دی، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ او ګرانۍ له کبله د خلکو ټولنیز ژوند اغېزمن شوی دی. بلخوا له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې پرتې دي او د دواړو خواو ولسونه د محدودیتونو له کبله خپلې کاروباري او ټولنیزې هلې ځلې پر مخ نه شي وړلای.
د مېرمنو په اړه اوونيزه خپرونه
دا ځل په "مشال مرکه" کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر مېلمه دی. نوموړی له ۱۹۹۶ز کال راهيسي د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي او له بېلا بېلو تنظيمونو سره يې کار کړی دی.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی او چترالی سيتار غږوونکی ګوهر جان دی. نوموړی د صوابۍ ضلعې د مانېرۍ کلي دی، خو له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې په پېښور کې اوسي او هلته خپل هنري کارونه مخ ته وړي.
د مشال تر رڼا لاندې کې مو دا اوونۍ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د پاکستانیو وسلوالو لاسونو ته د پاتې شويو وسلو پرېوتو پر موضوع بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي، د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وسلوالو پر ضد د عملیاتو فیصله کړې ده. دا ځل "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
نور وښیئ