د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی ګودر ځاځی دی. ده له سندرغاړي جاوېد اميرخېل سره په ګډه يوه ولسي سندره ويلې او په تېر وړوکي اختر کې یې خپره کړې وه. د ګودر ځاځي دا خبرې او د یوشمېر سندرې یې په خپرونه کې اورېدای شئ.
په مشال مرکه مو د خیبر پښتونخوا نومیالی خبريال او شنونکی عقيل يوسفزی مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې له بېلابېلو رسنیو سره خبریالي کړې ده. نوموړی وايي، د پښتنو په سيمه له لسيزو راهيسي جنګ تپل شوی خو اوس پښتانه بيداره شوي دي. بشپړه مرکه واورئ.
نن د مې درېيمه نېټه ده چې هرکال د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په اوونيزه بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کې د دې ورځې په مناسبت په پاکستان، په تېره بيا په خيبر پښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان کې خبریالانو او رسنيو ته پر ورپېښو ننګونو او خطرونو بحث شوی دی.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو د ماشومانو د واکسینولو پر ارزښت او ګټو او داراز د واکسینونو نه ورکولو تاوانونو په اړه بحث کړی دی. له دې پرته په ماشومانو کې د غذاییت د کمښت او د هغوی د خوار ځواکۍ د مخنیوي پر لارو چارو هم غږېدلي یو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې پيل له اردو سندرو کړی وو خو له ۲۰۱۶ز کال راهيسې پښتو سندرې هم وايي. د دې په خبره، پښتو سندرو زيات شهرت او عزت وربښلی دی.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا ځل د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر مهال د قبایلي سیمو اقتصاد ته د رسېدلو زیانونو پر بېلابېلو اړخونو بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه سندرغاړی عرفان کمال دی. نوموړی د مردان د طورو کلي او د نومیالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. په وروستیو کې د کمال ټپې او چاربیتې خلکو زیاتې خوښې کړې دي. په خپرونه کې د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځینې سندرې اورېدای شئ.
د پاکستان حکومت په هغو سيمو کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د وسلوالو ضد د پوځي عملياتو او ورسره د خبرو اترو دواړه تګلارې کارولې، خو پر دې سربېره هم ناامني نه ده ختمه شوې. د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې کې د همدې موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
په مشال مرکه کې مو د پښتو نومیالی هنرمند او لیکوال امان الله ناصر مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې د لیکوال او ټېلېوېژني او راډیويي خپرونو د جوړوونکي او اداکار په توګه کار کوي. ناصر د مشال راډیو لپاره اوونیزه مزاحیه خپرونه "پام کوه" هم جوړوي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.
په داسې حال کې چې د اختر د خوشحاليو لپاره تیارۍ روانې دی، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ او ګرانۍ له کبله د خلکو ټولنیز ژوند اغېزمن شوی دی. بلخوا له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې پرتې دي او د دواړو خواو ولسونه د محدودیتونو له کبله خپلې کاروباري او ټولنیزې هلې ځلې پر مخ نه شي وړلای.
د مېرمنو په اړه اوونيزه خپرونه
دا ځل په "مشال مرکه" کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر مېلمه دی. نوموړی له ۱۹۹۶ز کال راهيسي د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي او له بېلا بېلو تنظيمونو سره يې کار کړی دی.
نور وښیئ