د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسحاق خان دی.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د اسلام اباد های کورټ وکيل سجاد حميد اېډوکېټ مېلمه کړی دی. نوموړی د دير دی او د وکالت زده کړي يې ترلاسه کړی دی. سجاد حميد وايي په هېواد کې د اييني عدالت جوړولو په اړه تاوده بحثونه روان دي خو د دي په نظر په موجوده حالاتو کې د دي ضرورت نه نېشته.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د ذهني او رواني صحت پر ارزښت غږېدلي یو. په خپرونه کې اورئ چې د کار په ځای، ښوونځي، پوهنتون او کور کې خوندي چاپېریال ولې اړین دی او په کارځایونو کې له کارکوونکو سره ناسم چلند څنګه د خلکو ذهني صحت، استعداد او نفسیات زیانمنوي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال راډیو په پاډکاسټ نا ویلي خبرې کې مو دا ځل د سینې د سرطان پر علاماتو، درملنې او د ناروغۍ په اړه په ټولنه کې پر پوهاوي بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، د سینې سرطان په اړه د پوهاوي غونډې کېږي او که نه؟ بشپړه خپرونه واورئ.
د خيبر پښتونخوا پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر ۱۱مې جرګې د مخنيوي لپاره د رېګي للمه ميدان په خپله ولکه کې اخیستی دی. غورځنګ وايي چې د اکتوبر پر نهمه د پولیسو او د اېف سي ځواک سرتېرو په ډزو کې یې درې پلویان وژل شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بشپړه خپرونه وګورئ.
په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي حکومت د یو فرمان له لارې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ناقانونه سازمان ګرځولی، د غورځنګ مشران وايي د اکتوبر ۱۱مې جرګه به په هر حال کې کوي.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څيړنکار دروېش اپريدی مېلمه کړی دی. نوموړی د خيبر ضلعې باړې دی او له امريکا يې لوړې زده کړي ترلاسه کړی دی.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی وايلن غږوونکی او د موسيقۍ ثبتوونکی زياد خان دی. نوموړی له تېرې څه مودې راهيسې په پېښور کې اوسي او هلته اډيو سټوډيو لري. د زياد خان د هنري هلو ځلو په اړه یې خبرې او جوړې کړې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر په توګه د علي امين ګنډه پور د رول جاج اخيستل شوی دی. ګنډه پور تر هغې وروسته په سياسي توګه زیات فعال شو چې تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر عمران د خوشې کولو لپاره احتجاجي غونډې پیل کړې. بشپړه خپرونه وګورئ.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر چورې یا هرنیا غږېدلي یو. په دې روغتیايي مسله کې عموماً د ګېډې یا نس په یوه برخه او په سپوغزو کې یو ډول غوټه یا پوکڼۍ پیدا کېږي. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پارلېمان پخوانۍ غړې او د جمعیت علمای اسلام سیاستواله نعیمه کشور مېلمنه ده. نوموړې د مردان ده او له پېښور پوهنتونه یې لوړې زده کړې کړې دي. هغې په ۲۰۰۲ز کال کې پارلېماني سیاست پیل کړ. بشپړه مرکه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" مېلمه د سيمې يو سندرغاړی الماس خان اورکزی دی. نوموړی وايي، ۳۰ کلونه کېږي چې کورنۍ يې پېښور ته کډه کړې او د پښتو موسيقۍ په ميدان کې فعاله دی. د اورکزي د ژوند او هنر په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.
نور وښیئ