د پنجاب په لاهور کې ټرافیک پولیسو ښځو ته د موټر سایکل چلولو ارزان بیه روزنیز پروګرام پیل کړی دی. پولیس وايي چې تراوسه پورې یې شاوخوا ۶،۵۰۰ ښځو ته موټرسایکل چلول وزده کړي دي. د لاهور اوسېدونکو د حکومت دا اقدام ستایلی دی.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې فرخنده اسد مېلمنه کړې ده. فرخنده اسد د مشال راډيو له لومړيو خبريالانو يوه ده. هغې په مشال راډيو کې د بېلا بېلو راپورونو جوړولو تر څنګ د پښتنو ښځو لپاره ځانګړې اونيزه خپرونه جوړوله.