په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو او ښځو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه لګولي دي. بلخوا، د شام په هساکه سیمه کې ښځو په یوه غونډه کې د نوې اسلامپالې ډلې، هیئت تحریر الشام په واکمنۍ کې د ښځو د راتلونکي په اړه خبرې وکړې. په غونډه کې د بېلابېلو طبقو ښځو برخه اخیستې وه
د کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي چې د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان سړي او ښځه فرض دي او دا چې د هغې پر وړاندې هېڅ يوه خنډ ته د اسلامي شريعت په رڼا کې جواز نه شي موندل کېدای.
د سعودي عرب غيرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامي مشر وویل "په اسلام کې د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته او هېڅوک بايد د دې لپاره شرعي بهانې ونه لټوي".
د پنجاب په لاهور کې ټرافیک پولیسو ښځو ته د موټر سایکل چلولو ارزان بیه روزنیز پروګرام پیل کړی دی. پولیس وايي چې تراوسه پورې یې شاوخوا ۶،۵۰۰ ښځو ته موټرسایکل چلول وزده کړي دي. د لاهور اوسېدونکو د حکومت دا اقدام ستایلی دی.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې فرخنده اسد مېلمنه کړې ده. فرخنده اسد د مشال راډيو له لومړيو خبريالانو يوه ده. هغې په مشال راډيو کې د بېلا بېلو راپورونو جوړولو تر څنګ د پښتنو ښځو لپاره ځانګړې اونيزه خپرونه جوړوله.