د پاکستان نېږدې هر وفاقي حکومت له راتګ سره سم دا منلي چې په بلوچستان کې ظلم شوی او دوی به یې د ازالې هڅه کوي.
د بلوچستان د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي چې وژل شوي کسان مشکوک وسلوال ول. هغې ادارې د اکتوبر پر ۱۸مه په بیان کې وویل چې په عملیاتو کې څلور واړه وژل شوي کسان د ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) غړي ول.
د ځايي خلکو او ليويز ځواک په وینا، د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه څلور ځوانان د بوري کورهارډ بند ته په مېله تللي ول چې هلته ورباندې نامعلومو کسانو برید وکړ چې پکې زده کوونکی اسرار احمد ووژل شول او د هغه درې ملګري ژوبل شول.
پرون (د اکتوبر پر ۱۴ مه) د بلوچستان های کورټ پخوانی چیف جسټس محمد نور مُسکانزی په خپله سيمه خاران کې وسله والو په ډزو وژلی دی. پېښه هغه وخت وشوه چې کله نوموړی خپل کور ته څېرمه په يو جومات کې د ماخستن پر لمونځ ولاړ وو. په دې حمله کې يو تن ژوبل شوی هم دی.
د زده کوونکو سازمانونه وايي د پوهنتون انتظامیه دې په پیسو د داخلو ورکولو پر ځای د مفتو داخلو شمېر زیات کړي چې له غریبو زده کوونکو سره مرسته وشي.
ترین د اکتوبر پر پینځمه د لانګو په استازیتوب مشال راډیو ته وویل چې حکومت د بابړ کورنۍ ته ۱۵ لکه روپۍ او د مظاهرې پر مهال ژوبلو شویو ته پینځه، پینځه لکه روپۍ ورکړې دي او د هغې پېښې مقدمه یې هم دایره کړې ده.
د زراعت صوبايي وزیر اسدالله بلوڅ کرونده ګرو ته د اوښتي تاوان او د هغوی د غوښتنو په اړه مشال راډيو ته وويل چې بلوچستان د مځکې له پلوه نېږدې نیم پاکستان جوړوي نو ځکه د ده په وینا باران او سېلاب تر ټولو زیات د همدې صوبې کرونده ګر ځپلي دي.
پرلتوال غوښتنه کوي چې د پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کميسيون جوړ کړل شي، د خوست په ګډون دې د هرنايي له نورو سيمو څخه امنيتي ځواکونه و ایستل شي، د ضلعې واک دې انتظامي چارواکو ته وسپارل شي او خالقداد بابر دې په سرکاري توګه شهيد ومنل شي او د هغه کورنۍ ته دې د شهيدانو مراعات ورکړل شي.
پښتنو ملتپاله ګوندونو او ډلو د سېپټېمبر پر ۲۳مه یوشمېر پروګرامونه جوړ کړي دي چې موخه یې د پښتنو د فرهنګ په اړه پوهاوی پیدا کول دي.
په کوټه کې د پولیسو یو مشر ایس ایس پي اپرېشنز عبدالحق عمراني د سېپټېمبر په ۱۶ خبريالانو ته وېلي دي چې د پېښې نوعيت نه دی معلوم، البته نوموړی وايي چې امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلابنده کړې وه.
د بلوچستان د قلات ضلعې کروندګرو د سېپټېمبر پر اتمه پر دې خبره سخت احتجاج کړی وو چې مرکزي حکومت ولې له افغانستانه او ایرانه پیاز او ټماټر یا رومیان وارد کړې دي. د احتجاج پر مهال ځینو مظاهره کوونکیو له یوه کانټینره چې له ایرانه پکې ترکاري راوړل شوې وه، ټماټر غورځولي ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته