د پاکستان روغتیا وزارت ویلي چې په ټول پاکستان کې به له ۴۰ میلیونو څخه زیاتو هغو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې له پنځو کالو نه کم وي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته وویل، هغوی د کډوالو د واپسۍ لپاره خوست ته ګاډي لېږلي او په غلام خان بندر کې ورته ترتیبات نیولي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د ډېسېمبر پر نهمه په یو بیان کې وویل، د ایران د ایټمي پروګرام پرمختګونو ته په کتو سره ولسمشر جوبایډن خپلې انتظامیې ته ویلي، دې ته دې چمتو اوسي چې که سفارتکاري ناکامه شوه نو هغوی باید له نورو لارو کار واخلي.
دغه لوبغاړي د اګست په مياشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ژوند کوي.
عمران خان د ډېسېمبر پر اتمه د کميشن د حکم سربېره هم د پېښور دوره کړې وه او په ګورنر هاوس کې يې د وړيا روغتيا پروګرام پرانېسته کړې وه.
د سېند صوبې د صحت وزيرې ډاکټر عزرا پيچوهو د ډېسېمبر پر نهمه په يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې په مشتبه توګه يوه ۵۷ کلنه ښځه له اومېکرون وایرس څخه متاثره شوې ده خو د جينياتي مطالعې وروسته یقين سره به ووايي چې دا کېس د اومېکرون دې او کنه؟
نوموړي د دېسېمبر پر اوومه په يوه خبري کنفرنس کې وويل چې له ځينو اپوزیشن ګوندونو جوړ پاکستان جمهوري تحريک به له اوسنيو حکمرانانو څخه خلاصون لپاره د مارچ پر ۲۳مه اسلام اباد ته لانګ مارچ کوي.
د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد د دېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېر يو کال کې ۱۸۲۰۰۰ افغانانو په وېزو پاکستان ته سفر کړی.
د عالمانو دا وفد د دېسېمبر پر ۷مه د سرېلنکا سفارت ته ورغلی وو او شريکه اعلاميه یې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وړاندې کړه.
نور وښیئ