په ایران کې ۱۰ کسان د یوې ترافیکي پېښې له امله وژل شوي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، پېښه د ډېسېمبر پر ۲۵مه سهار سویل لویدیځ خورم شهر ښار کې د یوې لارۍ او ملی بس د ټکر له امله شوې ده.
د یونان ساحلي ځواک ویلي چې دا کښتۍ له پاروس نومي ټاپو څخه شاوخوا اته کیلومیټره لرې ډوبه شوې ده.
د برتانیا حکومت د اعلامیې له مخې په دې ډله کې هغه خلک شامل دي چې له برتانیايي ادارو سره یې کار کړی وي یا د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او بیان ازادۍ په څېر بنسټیزو اصولو ټینګښت لپاره یې هڅې کړې وي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو ادارې( ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۴مه په یو بیان کې ویلي چې بېګا په کېچ کې وسله والو د امنیتي سرتېرو پر یوه پوسته برید وکړ او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د بلوچستان روغتیا ادارې صوبايي سېکرټر نورالحق بلوڅ وايي، د ځوانو ډاکټرانو لویه برخه په واشکو شېراني او موساخېلو کې هره میاشت ۱۲۰،۰۰۰ روپۍ تنخا اخلي خو ډاکټران پکې د ۶۰،۰۰۰ روپیو اضافه غواړي چې دا کار اسانه نه دی.
د ډېرو هېوادونو په ګډون روسيه کې هم کورونا وايرس قابو موندلو لپاره هڅې روانې دي ځکه چې ډېری خلک له واکسينه انکاري دي.
د چارواکو په وینا، تر اوسه پېژندل شوي نه دي چې دوی څوک دي او چا وژلي دي او نه یې چا د وژنې ذمه واري منلې ده.
راپورونه وايي، عمران خان له محمود خان څخه د ډېسېمبر پر ۲۲مه دا وضاحت غوښتی و چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه په بلدیاتي انتخاباتو کې تحریک انصاف ولې ډېرې څوکۍ ونه ګټلې؟
نور وښیئ