افتخار دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان پوځ په ۱۹۴۷ز کال کې د هېواد له جوړېدو راهیسې څو ځلې ملکي حکومتونه ړنګ کړي او لسیزې واکمن پاتې شوی او همداراز، پر سیاسي چارو له خورا زیات نفوذه برخمن ګڼل کېږي.
په پاکستان کې شنونکي د عمران خان څرګندونو ته د سیاسي بیانونو په سترګه ګوري او ټینګار کوي چې هغه د خپلو ناکامیو پړه پر امریکا د اچولو هڅې کوي.
دا مهال واکمن تحریک انصاف ګوند که له یوې خوا د خپلو اتحادي ګوندونو د بېلیدو خطر سره مخ دی نو بلخوا په ګوند دننه د علیم خان، جهانګیر ترین او چهينه ډلو په جوړېدو سره څيړونکي د تحریک انصاف د تقسیمېدو امکانات هم په ګوته کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د مارچ پر اوومه مشال راډيو ته ویلي ول چې د بنو د جرګې د اجنډې واک یې ګډونوالو ته سپارلی او هغوی اختیار لري چې له خپلې پوهې سره سم، د پښتنو د مسلو د هواري لارې پیدا کړي.
د پاکستان په تاريخ کې هېڅکله یو وزيراعظم د عدم اعتماد تحريک له لارې له څوکۍ نه دی لیرې شوی. شوکت عزيز په ۲۰۰۶ز او بينظیر بوټو په ۱۹۸۹ز کال کې د اپوزیشن له خوا له دغسې تحريکونو کامیاب وتلي ول.
د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې او د هغې اتحادیې د غړو هېوادونو تر څنګ د اسټرالیا، جاپان، کاناډا او بريتانيې سفیرانو په یو ګډ بيان کې له پاکستانه د روسي يرغل پر ضد د سفارتي مرستې غوښتنه کړې وه.
روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي ورولي دي. اوکرایني حکومت وايي، د هېواد دفاع کوي او امریکا پر هغه هېواد حمله غندلې ده. مشال راډیو له سیاستوال، د پاکستان پخواني سېنېټر او شنونکي افراسیاب خټک سره مرکه کړې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته