د سازمان مشر عرفان حسین بابک د جون پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې په سوات کې د ښځو د وژلو پېښې مخ په زیاتېدو دي. نوموړي وويل چې د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۱۰ مې پورې په سوات کې ۲۶ ښځې وژل شوې دي.
د نړۍ د مشهورې ټولنې برتانیا اکسفورډ يونين سوسایټي نوي ټاکل شوي پښتون زده کوونکی اسرار کاکړ وايي چې کله يې هم فکر نه وو کړی چې يوه ورځ به د دې تاریخي ټولنې مشر شي.
د کویلې د کانونو مالکان وايي، اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.
په کوټه او هرنايي کې له ۱۹۶۰ز کاله د کویلې کاروبار لرونکی نواب خان دومړ وايي، له دوی سره بله لاره نشته، یا به دا کاروبار پرېږدي او یا به د بي اېل اې په نامه ډلې ته بته ورکوي.
د عبدالرحمان خان د لومړي تلين لمانځغونډه د “نړيوالې پښتو ټولنې” په نوم يو تنظيم د مې پر ۲۱مه په زېده کې جوړه کړې وه.
په پاکستان کې په وروستيو کې د عدليې او اېسټیبلېشمنټ ترمينځ ناندرۍ زياتې شوې دي. د اسلام اباد های کورټ شپږو ججانو د سپريم کورټ مشر قاضي ته ليک لېږلی وو چې د هغه هېواد استخباراتي ادارې د عدليې په چارو کې لاسوهنه کوي.
د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر او ګورنر ترمینځ ناندرۍ تر هغې وروسته پیل شوې چې څو ورځې مخکې کونډي وویل چې ګنډه پور دې د تحریک انصاف د زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره بې ځایه څرګندونې نه کوي.
د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې موندنې ښيي چې پر امنیتي اندېښنو سربېره په یوشمېر مرکزي او ختیزو اروپايي هېوادونو کې د دوو داسې چینايي شرکتونو د څارګرو کیمرو کارول زیات شوي دي چې له چینايي دولت سره اړیکي لري. داهوا او هېکوېژن د نړۍ پر کچ د څارګرو کیمرو جوړوونکي تر ټولو لوی شرکتونه دي.
د مې پر دویمه د ترهګرې ډلې القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې ۱۳ کاله پوره شول. نوموړی په ۲۰۱۱ز په اېبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژلی وو چې له وجې یې د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځ تعلقات خراب شول.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي چې د پاکستان نیمايي ابادي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. هغې ادارې په تازه رپورټ کې ویلي دي چې د پاکستان د څه باندې ۸۰ فیصده ښځو موبایل یا ګرځنده ټېلېفونونه د سړیو په کنټرول کې دي.
په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو فعالانو پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، پر محدودیتونو اندېښنې ښوولې دي. په هغه هېواد کې حکومت پخوا هم پر مختلفو ټولنیزو شبکو محدودیتونه لګولي دي. خو دا ځل حکومت د ټولنیزو شبکو او رسنیو لپاره د قوانینو د سختولو خبره کړې ده. نور په دې رپورټ کې.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې پاکستان په نړۍ کې د تور ژیړي یا هېپاټایټس سي تر ټولو زیات مریضان لري. هغه سازمان په وروستیو کې د ۲۰۲۴ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې ۸۸ لکه وګړي په هېپاټایټس اخته دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته