د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د حکومت او تحریک انصاف ترمینځ د پیل شویو مذاکراتو په اړه دی چې پکې د چارو له پوهانو سره د عمران خان له زندانه د خوشې کېدو د امکان ترڅنګ ځینې نور پوښتنې بحث شوې دي. پي ټي ای او د واکمن اتحاد د مذاکراتي ډلو ترمینځ لومړۍ ناسته شوې او بله هغه به يې د جنورۍ پر دويمه وي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۶ دسمبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې پر پرله پسې کيمپېنونو برسېره د پولیو وایرس د نه ختمېدو پر لاملونو بحث شوی دی. د ډېسېمبر پر ۱۶مه له بلوچستانه پرته د هېواد د درېواړو صوبو په لسګونو ضلعو کې د ګوزڼ شپږ ورځنی واکسيني کيمپېن پیل شو چې پکې تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې ۴۰ مېلیونه ماشومانو ته څاڅکې ورکول کېږي. په بلوچستان کې کیمپېن د روغتیايي کارکوونکو د کاربندیز له وجې کیمپېن وځنډېد. په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې ۶۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. بشپړ بحث وګورئ.