شامي څارونکي وايي چي شامي جنګي الوتکو د ياغيانو د کنټرول لاندی د شام د حما صوبې په يو کلي الزلکيات باندی بمباري کړی ده . تيره شپه ددي اوربند عملي کيدو سره د حمز ښار په تير ماله سیمه کې هم يوه لويه چاؤدنه هم شوی ده.
د امریکا ولسمشر وايي، د روانې میاشت په وروستیو کې سعودي عرب، اسراییلو او واټیکان ته ځي.
پاکستان د ترکي ولسمشر لخوا د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمینځ د کشمیر شخړې هوارولو لپاره د منځګړتول کولو هرکلې کړی خو بلخوا هند دا وړاندیز رد کړی او دا یي دوه اړخیزه مسله ګرځولی ده.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر پیاوړي کولو غور کوي. د ناټو په مشرۍ د ...
که څه هم میرکل په نړیوالو غونډو کې له پوټین سره کتلي دي خو د سوچي دوره د مۍ 2015م کال نه وروستو روسیې ته د هغې لومړې سفر دې. د پوټین دفتر ویلي دواړه مشران به د نورو موضوعاتو تر څنګ د ترهه ګرۍ د مخنیوي په اړه هم خبرې کوي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل ته په خپله وینا کې نوموړي د یاد سازمان په غړیو هیوادونو غږ وکړ چې په شمالي کوریا اقتصادي بندیزونه نور هم سخت کړي او د غیرقانوني ایټمي او بالسټک توغندیو د ازموینې له کبله دې ورسره سفارتي اړیکې محدودې کړي.
مریکايي پوځ وایي چي په افغانستان کي د اسلامي دولت وسله والې ډلې په یو ودانۍ د برید پر مهال د دوي دوه سرتیري وژل شوي دي. چارواکو زیاته کړې ده چې کیدې شي دا دواړه سرتیري د خپلو ملګرو نه په خطا کې په نښه شوي وي.
د ایران او پاکستان په ګډه پوله د لسو پوله ساتو ایرانيو سرتېرو وژنې د دواړو هېوادونو اعتراض پارولی دی.
د چين چارواکيو په شمال لوېديځ سيانګ يانګ سيمه کې پر ماشومانو د يو شمېر مذهبي نومونه پر ږدلو بنديز لګولی دی.دا نومونه په دوديزه توګه مسلمانان کاروي.
د ايران رسنۍ وايي، د پاکستان له پولې د سني وسله والو په ډزو کې ايراني پوله ساتونکي وژل شوي دي.
د هندي سینما (بالیووډ) نامتو فیلمستوری او هندی سیاستوال ونود کهنه په ۷۰ کلنۍ کې ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د روسیې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د امريکا هغه تورونه رد کړل چې ګواکې ماسکو په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.
نور وښیئ