ماکرون چې د لوړې تر مراسمو وروسته خبرې وکړې د فرانسې د ټولو خلکو د یووالي ژمنه یې وکړه. د فرانسې دغه ځوان ولسمشر همداراز په نړیوالو چارو کې هم د فرانسې د ونډې اخیستلو ډاډ ورکړ.
په ليکنه کې د چارو د پوهانو په حواله ويل شوي، د اتوار ورځې په ازموينه کې د شمالي کوريا توغندي تر هغې ډېر واټن وواهه چې تېره فبروۍ مياشت کې يې په ورته يوه تجربه کې وهلی و.
په چين کې د « یوه سیمه ـ یو ه لاره » په نوم سرمشریزه دوام لري چې پکې د منځني اسیا، اروپايي او افریقايي هیوادونو ۲۹ مشران ګډون کوي.
ناسا ویلي ، داسې کولو سره ډیر لګښت راتللې شي. د امریکا خلا باز ادارې پرون د ۲۳ اربه ډالره نوي توغندي ازموینه هم د تکنیکي چیلنجونو یادولو سره تر ۲۰۱۹م کال پورې وځنډوله.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرهیې ښې خبرې لرلې او دواړه لوري، واشګنتن او ...
د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا دفتر وايي چې نوموړی به په راتلونکې اونۍ کې د دغه هېواد د سولې لپاره د حکومت او مخالفینو ترمنځ خبرې بیا پیل کړي.
ايران وايي، که سعودي په جاهلانه عمل لاس پورې کړي، تهران به له مقدسو ځايو پرته په سعودي عرب کې نور ټول ځايونه په نښه کړي.
د اتوار په ورځ د فرانسې ولسمشرۍ ټولټاکنې په دویم پړاو کې منځلاری کاندید امانوېل مکرون بریالی شو.
نايجریا وايي بوکو حرام ډلې په ۲۰۱۴م کال کې له تښتول شویو دوو سوو نه زياتو نجونو څخه ۸۲ یې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې کړې دي.
نن د فرانسې خلک د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره خپلې رایې استعمالوي. دا ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو دی چې پکې ایمونل ماه کرو او مارین لي پن د یو بل سره مقابله کوي.
شامي څارونکي وايي چي شامي جنګي الوتکو د ياغيانو د کنټرول لاندی د شام د حما صوبې په يو کلي الزلکيات باندی بمباري کړی ده . تيره شپه ددي اوربند عملي کيدو سره د حمز ښار په تير ماله سیمه کې هم يوه لويه چاؤدنه هم شوی ده.
نور وښیئ