ډونلډ ټرمپ ويلي چې د خپلې سيالې هيلري کلنټن ته د زيان رسولو لپاره يې د روس مالوماتو ته هېڅ اړتيا نه وه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامې د دوشنبې په ورځ د دې خبرې بخلی کړی دی چې ایران د ۲۰۱۵ کال پر ايټمي تړون عمل کوي او پر دې هېواد به د بندیزونو نرمولو بهیر به جاري وي.
د امریکا ولسمشر مشر زوی ډونالډ ټرمپ جونیر ویلي له روسۍ وکیلې او یا نورو روسانو سره یې خبرې د خپل پلار د سیالې هیلیري کلنټن ته د ضربې رسولو او یا په انتخاباتو د هغوی د تاثیر په پار نه دي کړي.
د امریکا د کډوالۍ چارو مدافع وکیلانو د نیو انګلنډ څانګې مسوولې سوسان چرچ ویلي: ((په څه چې مونږ پوهیږو دا دي چې دا کسان د سفر د بندیز د فرمان په خاطر نه بلکې تر دې هم په کومه بله احمقانه پلمه ایستل شوي دي.))
د یادې ډلې مشر رامي عبدالرحمان د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې بغدادي د شام په ختیځه صوبه دایر الزور کې مړ شوی دی خو نوموړي دا نه دي ویلي چې بغدادي کله او څنګه مړ شوی دی.
د ټرمپ او پوتين تر منځ د ملاقات لپاره په پېل کې له ۳۵ تر ۴۰ دقيقو پورې وخت په پام کې نیول شوی و خو امریکايي او روسي چارواکو وویل چې د پلان خلاف ا ملاقات دوه ساعته او پنځلس دقیقې دوام وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روس ولسمشر ولادمیر پوټین د ولسمشرانو په توګه په لومړۍ ځل د جولايي پر اوومه د جرمني په همبورګ ښار کې سره ولیدل.
دا تر اوسه د ټرمپ د ولسمشرۍ مودې په لومړیو شپږو میاشتو کې د ده تر ټولو مهم ملاقات بلل کېږي او دا لومړی ځل دی چې ټرمپ له پوتین سره مخامخ ګوري.
امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پرله پسې ډول د مسکو په وړاندې د یوه نوي دریځ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ لپاره امکانات خورا زیات دي.
پولیسو اټکل کړی دی چې له نن څخه د پیلېدونکې سرمشریزې پر مهال به تر یو لاک پورې مظاهره کوونکي د همبورګ ښار ته ورځي. جرمني د جي – ۲۰ هېوادونو سرمشریزې د امنیت لپاره شاوخوا ۲۰ زره پولیسان ځای پر ځای کړي دي.
ډونلډ ټرمپ د دې وینا په ترڅ کې پر روسیې غږ وکړ چې په سیمه کې د بې ثباته کوونکو اقداماتو او هم په هېوادونو کې له مداخلې لاس واخلي.
ډنلډ ټرمپ نن د بولېنډ له ولسمشر اندرې دودا سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې له پولېنډ او ناټو سره د امریکا پیاوړی اتحاد د بحران کمېدو لپاره مهم دی څو اروپا بیا د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د جګړې په ډګر بدله نه شي او د نړۍ امن ټینګ وساتل شي.
نور وښیئ