د ټرمپ او پوتين تر منځ د ملاقات لپاره په پېل کې له ۳۵ تر ۴۰ دقيقو پورې وخت په پام کې نیول شوی و خو امریکايي او روسي چارواکو وویل چې د پلان خلاف ا ملاقات دوه ساعته او پنځلس دقیقې دوام وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روس ولسمشر ولادمیر پوټین د ولسمشرانو په توګه په لومړۍ ځل د جولايي پر اوومه د جرمني په همبورګ ښار کې سره ولیدل.
دا تر اوسه د ټرمپ د ولسمشرۍ مودې په لومړیو شپږو میاشتو کې د ده تر ټولو مهم ملاقات بلل کېږي او دا لومړی ځل دی چې ټرمپ له پوتین سره مخامخ ګوري.
امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پرله پسې ډول د مسکو په وړاندې د یوه نوي دریځ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ لپاره امکانات خورا زیات دي.
پولیسو اټکل کړی دی چې له نن څخه د پیلېدونکې سرمشریزې پر مهال به تر یو لاک پورې مظاهره کوونکي د همبورګ ښار ته ورځي. جرمني د جي – ۲۰ هېوادونو سرمشریزې د امنیت لپاره شاوخوا ۲۰ زره پولیسان ځای پر ځای کړي دي.
ډونلډ ټرمپ د دې وینا په ترڅ کې پر روسیې غږ وکړ چې په سیمه کې د بې ثباته کوونکو اقداماتو او هم په هېوادونو کې له مداخلې لاس واخلي.
ډنلډ ټرمپ نن د بولېنډ له ولسمشر اندرې دودا سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې له پولېنډ او ناټو سره د امریکا پیاوړی اتحاد د بحران کمېدو لپاره مهم دی څو اروپا بیا د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د جګړې په ډګر بدله نه شي او د نړۍ امن ټینګ وساتل شي.
امريکا له روسیې سره پر داسې وخت د مفاهمت کولو اشاره ورکړې چې امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ يورپ ته په خپل دوهم سفر پرون ورسيد. نوموړي د شام پر سر د همکارۍ کولو وړنديز کړی دی.
شمالي کوریا ادعا کړې ده چې د لېرې واټن داسې توغندی یې ازمویلی چې کله یې هم پخوا دومره بریالۍ تجربه...
رقه په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې لهخوا د دوی د پایتخت په توګه انتخاب شوی چې اوسمهالیې ...
د العربيه ټيليويژن د دوشنبې راپور ترمخه سعودي عرب و قطر ته د غوښتنو عملي کولو لپاره ټاکلې موده د کويت د امیر په غوښتنه اوږده کړې ده.
قطر ته د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو پشمول د يو شمېر عربي هېوادونو لخوا د ورکړل شويو غوښتنو منلو لپاره نېټه سبا يانې د ګل پر ورځ پای ته رسيږي.دې هېوادونو پر قطر په سيمه کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ تور لګولی.
نور وښیئ