د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پنج شنبه هغه فرمان لاسلیک کړ چې پر یو شمېر افرادو او کمپنیو د بندیزونو...
په پنجشنبه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د افغانستان ولسمشر اشرف غني په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د لیدو مهال پر دې هوکړه کړې چې د افغانستان نادره معدنیاتو په پرمختیا کې به مرسته کوي.
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، په تېرو لسیزو کې چې د میانمار روهنجا مسلمانان له ځورونې او وژنو تښتېدل نو لسګونه زرو یې په سعودي عرب کې پناه واخیسته. خو دا ځل په هغه هېواد کې د روهنجا مسلمانانو د وژنو په اړه د اسلامي هېوادونو غبرګون زیات قوي نه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن وايي، دی اوس هم هیله من دی چې ایران به د امریکا په غوښتنه د ۲۰۱۵م کال په اټومي تړون کې د بدلون لپاره پر خبرو اترو سلا شي.
د تاجکستان په کولاب کې د زايد الله خضروفپه کور کې یې د لور واده لپاره وروستۍ تياريانې روانې وي چې یو څو چارواکي وراغلل او ټول هغه خواړه يې ترې قبضه کړل چې کورنۍ یې د خوشالۍ لپاره برابر کړي ول.
د دوشنبې په ورځ د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون لپاره راټولېږي.
د بريتانيا دفاع وزير مايکل فېلن د سپټمبر پر ۱۰مه بي بي سي ته ويلي ول چې دا مشقونه د دوی د پارولو او دفاع د ازموينې لپاره جوړ شوي دي نو بايد لوېديځ هېوادونه تکړه شي.
روسيې او بېلاروس سر له ننه د زاپاد په نامه ګډ پوځي مشقونه پېل کړل چې د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام وکړي. مسکو او منسک ويلي چې دا مشقونه به په بېلاروس او او د روسيې په لوېديځو برخو کې تر سره کېږي او په دې کې به ۱۲۷۰۰ عسکر برخه اخلي.
د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویلي دي د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې ۵۵۰۰۰ روهینجایان دي چې ډېر يې د کراچۍ په آرکن اباد کې اوسېږي.
د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې پر دغه هیواد د ترورېستي حملو د ۱۶مې کالیزې په یاد غونډې جوړې شوې. د قربانیانو په یاد ...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون یکشنبه د سعودي عربستان په بندري ښار جده کې د سعودي عربستان...
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر خپرې کړې شمېري ښيي چې له۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې د سږني کال د اګست میاشتې ترپایه ۷۶ زره ولسي افغان وګړیو ته مرګ -ژوبله اوښتې ده.
نور وښیئ