د پاکستان یو مهم پخوانی چارواکی احسان غني وايي، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ځکه پر چترال حمله وکړه چې هغه سیمه په ستراتیژیکه توګه خورا زیاته مهمه ده او ورسره د افغانستان او چین پولې لګېدلې دي او مرکزي اسیايي هېوادونو ته نېږدې پرته ده. مشال راډیو له نوموړي سره ویډیويي مرکه کړې ده.
په يورپ کې د لټانو مقابله
په کراچۍ کې ګرفتارو افغانانو د پاکستان او د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې هغوی دې خوشې کړي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دوی د سېپټېمبر پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تاڼو او زندان کې له مشکل سره مخامخ دي ځکه چې ډېری ګرفتار کسان ناروغه دي او د علاج لپاره پاکستان ته تللي ول.
د مجلې په دې ګڼه کې له خوږژبي شاعر وهمي اورکزي سره د هغوی په شاعرۍ غږېدلي یو. د نوموړي تازه شعري مجموعه په هم دې ورځو کې چاپ شوې چې د مخکتنې غونډه یې په پېښور کې وشوه. که تاسو هم د خپلو ادبي هلو ځلو په اړه له مشال راډیو سره خبرې کول غواړئ
د "خپلواک پښتونستان غورځنګ" په نوم د یو ناحکومتي تحریک مشرانو او غړو په پېښور کې د تورخم لارې تړل کېدو ضد مظاهره کړې ده. د سېپټېمبر ۱۳مې مظاهرې ویناوالو وویل چې د هغې لارې له تړلو سره د پاکستان او افغانستان پښتانه ځپل کېږي او ورته اقتصادي او مالي تاوان اوړي.
په تورخم کې یوشمېر افغانانو او سوداګرو د هغې لارې د تړل کېدو ضد مظاهره کړې ده. هغه مهمه لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ له نښتې راهیسې تړلې ده. د سېپټېمبر ۱۲مې مظاهرچیانو پر دواړو خواوو غږ وکړ چې لاره دې پرانیزي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په لیبیا کې د سېپټېمبر ۱۰مې طوفان او سېلاب زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده او د درنه نوم د یوه ښار یوه لویه برخه یې لاهو کړې ده. چارواکي وايي، تر سېلاب وروسته شاوخوا ۱۰،۰۰۰ تنه ورک دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د لیبیا یو اوسېدونکی د خپلې خوښې لوبډلې د هڅونې او ډاډګېرنې لپاره خپل ساتلي ماران د لوبې میدان ته وړي. صالحین بومختاده وايي د لوبو میدان ته یوازې هغه ماران وړي چې غاښونه یې ترې ویستلي وي. نوموړی زیاتوي چې د مارانو ساتنې دې شوق یو وار تر مرګه هم رسولی وو. دا راز د ځنا
د بوسنیا په موستار ښار کې له یوه پخواني پله څخه د ټوپ وهلو نړیوالې سیالۍ شوې دي چې پکې ۱۲ ښځو او ۱۲ سړیو برخه اخیستې ده. د ښځو سیالي کاناډایۍ او د سړیو هغه هسپانیوي لوبغاړي ګټلې ده. د سیالیو برخوالو ویلي دي چې د موستار له پله څخه د ټوپوهنې احساس جلا دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
خوست کې د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خيبر پښونخوا د ژغورنې ادارې ريسکیو ۱۱۲۲ وايي چې د پېښور پر ورسک سړک یوه چاودنه شوې چې پکې د ملیشا ځواک یو سرتېری وژل شوی دی.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره شوې چې ورته ګڼ لیکوالان او مینه وال ورغلي ول. د سېپټېمبر اوومې د مشاعرې ګډونوالو د طالبانو د حکومت له چارواکو وغوښتل چې د خلکو د فکرونو روښانولو او د ولسونو ترمینځ د باور او یووالي لپاره دې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ