د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اکتوبر پر دویمه په یو بیان کې دا رقم راپورونه بې لارې کوونکي بللې دي.
پاکستان د نړۍ په هغو ۱۵ هېوادونو کې دی چې تر لسو ملیونو د زیات عمر کسانو ابادي لري. او په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان اووه فیصده ابادي چې څه یو کروړ ۴۰ لکه جوړیږي له ۶۰ کالونو نه زیات عمرونه لري.
د روانې میاشتې د سپټمبر پر شلمه نېټه د پاکستان پیپلز پارټۍ په کوربتوب د اپوزېشن غونډې ته د مسلم لیګ ن رهبر نواز شریف له لندنه په خپله انلاین وینا کې دړکه کړې وه چې سر له اوسه د دوی سیاسي مبارزه د وزیر اعظم عمران خان د حکومت خلاف نه ده بلکې چا چې دا حکومت راوستی دی د هغوی خلاف به میدان ته راوزي
شاه محمود قريشي او د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې اسنټېټيوټ اف سټرېټېجک سټډيز له خوا جوړې شوې غونډې ته ويناګانې وکړې.
د وپيپاڼي ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۶،۰۰ نوي پېښې ثبت شوي او اته کسان په کې مړه شوې دي.
د پاکستان اپوزیشن ګوند، مسلم ليګ (ن) د احتساب قامي ادارې له خوا د تورو پېسو د سپينولو يا منيلانډرينګ په تور کې د دوی د مشر شهباز شريف نيول د مخالفو سياستوالو د خاموشه کولو سازش بللی دی.
تمه ده عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري.
د خبریالانو غونډې له وفاقي حکومته پر میډیا د لګېدلو بندیزونو په زغرده لیرې کولو غوښتنه وکړه او وايي، که داسې ونه شول نو د میډیا صنعت د تړل کېدو له خطر سره مخامخېدلای شي.
په دغو نېږدو ۱۰۰ دوایانو کې زیاتره ژوند بچ کوونکي دوایانې چې لایف سېونګ میډیسنز ورته وایي هم شاملې دي.
نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر تر هغې وروسته پر ټوېټر په بیان کې کړې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار شخصي ټېلېوېژن اې ار وای ته وویل،
نور وښیئ