اپوزيشن وايي چې که د دې مقدمې پرېکړه وشي نو د واکمن تحریک انصاف حکومت نسکورېدای شي او مشرتابه يې نااهله کېدلای شي.
مولانا فضل الرحمان د فارن فنډنګ کیس ته د "اېن ار او مور" وویل.
د جنورۍ پر ۱۷مه (اتوار پرورځ) په کراچۍ پریس کلب کې د نقیب د درېم تلین پر مهال د هغه ورور عالم شېر مسید مشال رېډیو ته وویل چې د پوځ مشر او نورو چارواکو ورسره د انصاف ژمنې کړې وې خو هغه یې نه دې پوره کړې.
په نړۍ کې ډاکټران او نور طبي کارکوونکي د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د لومړۍ مورچې مبارزين بلل کېږي او د علاج پر مهال په سلګونو ورڅخه مړه شوي هم دي.
د بوینګ ۷۷۷ په نامه دا پاکستانۍ الوتکه د جنورۍ پر ۱۵مه د ملایزیا له پلازمېنې کولالمپور څخه اسلام اباد ته د تلو پرمهال نیول شوې ده.
د جنورې پر ۱۴مه سازمان په یوه بیان کې ويلي، چې له تېرو دوو اونيو راهیسې په زرګونو انټرنيټ کارونکو د بي بي سي اردو او انډيپنډنټ اردو خبري ادرو نه د بايکاټ غږ کړی دی.
د جنورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال د مسلم لیګ ن ویاندې مریم اورنګزیب وویل، الیکشن کمیشن د تحریک انصاف د بهرنیو چندو مقدمه نه فیصله کوي ځکه یې پرضد اپوزیشن ګوندونه د جنورۍ پر نولسمه په اسلام اباد کې لاریونونه او مظاهرې کوي.
افغان چارواکي وايي د پاکستان پر هغه وړاندیز غور کوي چې په چين اقتصادي راهدارۍ پروژه کې یې د شاملېدو لپاره ورته کړی دی.
د اورېدنې پر مهال د سيند های کورټ چيف جسټس وويل چې په دې مقدمه کې راو انوار مرکزي تورن دی که عدالت استثنا ورکړي نو دا به له نورو سره امتيازي سلوک وي.
په تعلیمي ادارو کې د ځورونو پرضد پروسږ کال (۲۰۲۰) د نومبر پر ۱۹مه د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون نجونو لاریون هم کړی وو او تور یې لګاوه چې استادان یې ځوروي، تنګوي یې او ناوړه غوښتنې ترې کوي.
موږ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تازه رپورټ په اړه د کورنیو چارو او د بشري حقونو له وزیرانو او د وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره رابطې وکړې. ځینو چارواکو له خبرو ډډه وکړه او له ځینو سره په رابطې و نه توانېدو.
د محمد بن خالد مور طیبه خالد د کراچۍ په سيند های کورټ کې خواست کړی چې زوی يې له ۱۷م دسمبر څخه ورک دی. دې عدالت ته ويلي چې محمد بن خالد د کراچۍ اين اې ډي پوهنتون زده کونکی دی او له هېڅ یوه سياسي ګوند سره اړیکې نه لري.
نور وښیئ