د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان درېيم هېواد ته د تګ په انتظار افغانانو د اسنادو فيس کم کړی دی


په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال په يو ځايي پارک کې د بهرنيو ويزو لپاره په احتجاج ناست دي ـ پخوانی انځور
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال په يو ځايي پارک کې د بهرنيو ويزو لپاره په احتجاج ناست دي ـ پخوانی انځور

د پاکستان لنډ مهالې وفاقي کابینې پرېکړه کړې چې په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال، چې درېیم هیواد ته د تګ په انتظار دي، به اوس د اسنادو لپاره د ۸۰۰ امريکايي ډالرو پر ځای ۴۰۰ ډالره فیس ورکوي.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د لنډ مهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ د نګرانې کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د روانې ډېسېمبر میاشتې د ۳۱مې پر ځای په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر ۲۹مې غځوي.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر غلام مرتضا سولنګي تر غونډې وروسته په اسلام اباد کې خبريالانو وویل چې د کابینې د پرېکړې له مخې، که چېرې تر دې مودې وروسته هغه افغانان په پاکستان کې پاتې شول نو د یوې میاشتې پر سر به ۱۰۰ ډالره حکومت ته ورکوي او ۸۰۰ ډالره به یې د جرمانې تر ټولو زیات حد وي.

پاکستان په اکتوبر کې ټولو بې اسناده بهرنيانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د میاشتې تر پای پورې په خپله خوښه د هغه هېواد پرېښودو وخت ورکړی وو او ویلي یې ول چې تر هغې وروسته به اسناد نه لرونکي په زور ایستل کېږي. د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو خپل هېواد ته د ستنولو بهیر روان دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ډېسېمبر تر ۱۴مې، شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG