افغان ښځينه فعالانو تر دې اقدام وروسته د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې او د ويټني رايټ په نوم يې يوې بهرنۍ اداکارې ته افغانستان ته د سفر اجازه ورکول د هغوی "بنسټیز منافقت" بللی دی.
ټرمپ دا خبره د مارچ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته په وينا کې وکړه او زياته يې کړه چې زېلېنسکي ورته یو لیک استولی، چې پکې د سولې د خبرو اترو لپاره د چمتووالي څرګندونه شوې ده.
د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه د بې نتیجې سفارتي هلو ځلو تر یوه اونۍ وروسته د امریکا او نورو لوېديزو هېوادونو تر مینځ اختلافات پراخ شوي دي او په راتلونکي کې د اوکراین لپاره د امریکا د مرستو په اړه نوې پوښتنې راولاړې شوې دي.
واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سفر د فبرورۍ پر ۲۸مه له هغه وروسته نیمګړی پاتې شو چې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره یې په سپینې ماڼۍ کې لفظي شخړه وشوه.
د اوکراين د خارکېف اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر دغه هېواد د روسیې د يرغل د درې کالونو پوره کېدو په موقع يوه دستوره جوړه کړې وه. په دستوره کې هغو پوځيانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې شوې چې په جګړه کې وژل شوي دي. اسرار عالم مومند د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې ویډیو پښتو کړې ده.
د مشال راډیو خبریالانو هغه اسناد لیدلي او شننه یې کړې چې پکې د ۱۶۵،۵۸۴ پوځیانو نومونه، رتبې، په روغتون کې د بسترېدو او ورڅخه د فارغېدو نېټې، د درملنې ځای، د ټپونو او د هغوی د خدمت یا کار د ټولیو په اړه معلومات شامل دي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړ چې درې کاله یې پوره شول. د اوکراین یوشمېر اوسېدونکي وايي د بریا هیلې لري، خو هغه واقعیتونه او وضعیت هم په پام کې نیسي چې په تېرو کلونو کې خورا بدل شوی دی.
خبریال ماریان کوشنېر د یوشمېر ویجاړوونکو جګړو فلمونه جوړ کړي. هغه د خپلو ژورنالېسټیکي انعامونو یا جایزو په اړه نه غږېږي بلکې د دې پر ځای د یو زاړه سړي په اړه خبرې کوي چې ده ورسره د راپور ورکولو پر مهال له سیمې څخه په وتلو کې مرسته کړې وه.
په تېرو میاشتو کې له یو لړ پرمختګونو ښکاري چې د طالب مشرانو ترمینځ مخالفتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي. د طالبانو د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي له خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلي دي. د صفي الله ستانکزي راپور وګورئ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټېمي بروس په ریاض کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا ناستې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه د روسي سیال ولادیمیر پوتین د هغه ټېلېفوني خبرو په تسلسل کې شوې
د هغه هېواد د کورنیو رسنیو یوشمېر سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته تایید کړه چې د طالبانو د غوښتنې پر بنسټ یې د فبرورۍ له ۱۳مې څخه د سیاسي بحثونو خپرونې بندې کړې دي.
پولیس وايي، د جرمني په میونېښ (مونشن) ښار کې یو سړي لارویان په موټر وهلي دي چې پکې لږ تر لږه ۲۸ تنه ژوبل شوي دي. پولیس وايي، پېښه د فبرورۍ پر ۱۳مه سهار شاوخوا ۱۰ نیمې بجې شوې ده. دوی وايي، د ګاډي ډرېور یې نیولی چې یو ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکی دی. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته