د عوامي نېشنل ګوند سينېټر شاهي سيد وويل چې ټرانسپورټ سهولت د يو ملک د اوسيدونکو بنيادي حق وی خو حکومتونو د خرابو پاليسو له لاسه خلک له دې حقه محرومه دي
' دا د ریاست ذمه واري ده او په آيين کې د هر انسان حقونه مالوم دي خو له بده مرغه دغه آيين د خپلځان حفاظت نشي کولی، ځکه چې څو څو ځله مات شوی دی'
نن په پښتون ميشته سيمو کې د عوامي نيشنل ګوند پخواني مشر او مشهور انقلابي شاعر، اجمل خټک پنځم تلين دی. د عوامي نيشنل ګوند يو مشر سنيټر افراسياب خټک له اجمل خټک سره شاوخوا دوه څلويښت کاله نيزدي سياسي ملګری پاتی شوی دی. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چي د پښتون قامي تحريک په دې ټول تاريخ کې د اجمل خټک د مبارزې ځانګړتيا څه وه؟
نن د پښتون قام پرسته سياستوال او شاعر، اجمل خټک پنځم تلين اړونده بيلابيلو ځايونو کې پښتانه دستورې او غونډې کوي. د هغه په سياسي ژوند ګڼې ليکنې شوي او په سياست يې ډيرې خبرې شوي دي خو ډير خلک د هغه له شخصي ژوند پوره نه دي خبر. د نوموړي زوی ايمل خټک وايي پلار يې د سياسي هلو ځلو له کبله خپلو ماشومانو سره ډير کم وخت تېر کړی. ايمل خټک زياتوي چې اجمل خټک په کابل کې اولس کاله پاتې شوی وو او په دي موده کې يې د هغه وخت افغان ولسمشر، نجيب الله سره ډيره ښه دوستي جوړه شوي وه. اجمل خټک به ماشومانو سره کرکټ هم کاوه او د خپل قام او خاورې د حقونو په اړه به يې ورته لارښوونه هم کوله. د اجمل خټک زوی، ايمل خټک زوی وايي د پلار يې خوا او شا يو نيم سل ډايريانې شته چې هغه د خپل وخت د حالاتو او خلکو په اړه ليکلي. تر اوسه دا چاپ شوي نه دي. ايمل خټک سره د مشال ريډيو همکار، عبدالحی کاکړ مرکه کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.
د پاکستان انساني حقونو کميشن مشرې، زهره يوسف مشال ريډيو ته وويل چې د مذهبي سپکاوي قانون واضحه نه دی نو ځکه هر څوک کولی شي بل کس د مذهب په سپکاوي تورن کړي.
د مشال راډيو د شمېرو له مخې وزيراعظم نواز شريف د ٢٠١٣ کال له جولايي مياشتېتر٢٠١٥ کال جنورۍ مياشتې ٢٥ بهرنۍ دورې کړې دي
د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید وویل، بله پروژه د پاکستان خپله پخوانۍ هغه ده او دوی غواړي چې د پاکستان دننه سړکونه له یو بل سره وتړي
پکتیکا والي پر ټولو مرستندویه او بسپنه ورکوونکو ادراو غږ وکړ، چې د ياد پنځه کلن ستراتيژيک ولايتي پرمختيايي پلان په عملي کولو کې پراخه ونډه واخلي، چې په راتلونکي کې پکتيکا په يو پرمختللي ولايت بدل شي.
"د قبايلي ولس د ښه راتلونکې لپاره چې څومره ژر کيدی شي بايد چې فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړل شي"
د سیند له کشموره نیولې تر کراچۍ د سپرهای وې او نورو سړکونو پر غاړو ډېرې مدرسې جوړې شوي دي، د سیند په یو شمېر ښارونو کې د وسله والو ګوندونو نارې لیکل شوې او بیرغونه یې لګیدلي په نظر راځي.
د پاکستان وزير مملکت بلیغ الرحمان ويلي دي چې په هېواد کې ۲۳ ديني مدرسې له بهرنیو هېوادونو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي. نوموړي د جمعې پر ورځ سينټ ته په خپله وينا کې وويل چې په خېبر پښتو نخوا کې ۱۲ ، بلوچستان کې ۹ او سیند کې یوې ديني مدرسې ته د ايران، سعودي عرب، کويت، قطر او متحده عرب اماراتو لخوا مالي مرستې ورکول کېږي. بلیغ الرحمان زیاته کړی چې دغه مالومات دوی ته د يادو درېواړو صوبو د پوليسو مشرانو ورکړي دي، د ده په خبره پنجاب صوبه کې يوه هم داسې مدرسه نشته چې ورته له بهره مالي مرستې ورکړل کېږي. پر دې خبره د پيپلز پارټۍ او عوامي نشنل ګوند د سېنټ غړو احتجاج وکړو. او وي ویل چې تېره هفته د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي وو چې پنجاب کې هم داسې مدرسې شته چې له بهره ورته پېسې ورځي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته