د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بي ار ټي کې سفر کوونکې مېرمنې د نارینه سورلیو له ځورونې شکایت کوي


د پېښور چټک بس پروژې يو بس
د پېښور چټک بس پروژې يو بس

د پېښور په چټک بس سرویس (بي ار ټي) کې سفر کوونکې مېرمنې شکایت کوي چې د سفر پر مهال یې نارینه سورلۍ ځوروي.

دوی وايي، نارینه سورلۍ د مېرمنو لپاره په ځانګړو شویو دروازو ننوځي چې له وجې یې مېرمنې نارامه کېږي. دوی وايي، په بس کې د زیات بیروبار پر مهال ځینې نارینه سورلۍ د مېرمنو بیخي څنګ ته ځانونه رسوي چې په داسې حال کې مېرمنو ته د سفر جاري ساتل ګران شي.

مېرمنې وايي، د چټک بسونو منصوبه د حکومت یوه بریالۍ پروژه ده خو که د ځینو ستونزو هوارولو لوري ته پام وشي نو مېرمنې به په ارامه د سفر کولو جوګه شي.

د نوښار قرات العین په پېښور کې په یوه کلینېک کې کار کوي او هره ورځ له نوښاره پېښور ته په بسونو کې سفر کوي. نوموړې وايي په بي ار ټي بسونو کې سفر نسبتا ارزانه دی نو هغه ځکه په همدې بسونو کې سفر کوي.

د نوموړې په وینا سره د دې چې په دغو بسونو کې د سړو سیټونه د ښځو له هغو زیات وي ولې بیا هم نارینه د مېرمنو لپاره په ټاکلو دروازو د ننوتلو هڅه کوي. هغه وايي کله چې نارینه په بس کې په دروازو کې ولاړ وي نو ښځو ته په دروازو وتل راننوتل ګران شي.

د پېښور ایمن زېب هم یو له هغو مېرمنو څخه ده چې د کار لپاره هره ورځ په چټکو بسونو کې سفر کوي. هغه وايي، په ځینو بسونو کې د مېرمنو او سړو لپاره خونې بیلې کړل شوې دي خو په ځینو کې لا هم کیسه زړه په زړه ده. نوموړې وايي، نارینه ښځو ته په عجیبه نظر ګوري چې د هغوی د نارامۍ سبب ګرځي. هغه زیاتوي چې مېرمنې هڅه کوي چې له سړو ځانونه لرې وساتي خو ځیني سړي په وچ زور د هغوی خوا ته د نږدې کېدو هڅه کوي.

په پېښور کې د بي ار ټي بسونو د پروژې ویانده صدف کامل وايي، هغوی هڅه کوي ښځینه سورلیو ته خوندي چاپیریال برابر کړي، نوموړې د سېپټېمبر په ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د مېرمنو لپاره په بسونو کې ځانګړې خونې، دروازې او له بسونو د باندې په انتظار ځایونو کې ځانګړي بینچونه او د ټکټ اخیستو کاونټرونه هم په پام کې نیول شوي دي.

د نوموړې په وینا که د دومره ډېرو اقداماتو باوجود هم مېرمنې ځورول کېږي نو دا مسله د چټکو بسونو نه بلکې د ټولنې ده. نوموړې وايي تر څو په ټولنه کې رویې بدلې نه شي د مېرمنو خوندیتوب ناشونی دی.

بي ار ټي د پېښور له څمکنۍ نه تر کارخانو پورې غځیدلی ۲۷ کیلومیټره ځانګړی سړک دی. دا د ښار له مهمو ځایونو، لکه حیات آباد، یونیورسټي ټاون، صدر او کیسه خاني بازار څخه تېرېږي.

دا پروژه په ۲۰۱۷ز کال کې پیل شوې او په ۲۰۲۰ز کال کې پرانیستل شوه.

په بي ار ټي بسونو کې شاوخوا له ۲۵۰,۰۰۰ څخه تر ۳۰۰,۰۰۰ پورې مساپر هره ورځ سفر کوي.

بي ار ټي ۳۰ سټیشنونه لري د دې پروژې موخه په پېښور کې د ټرافیکي ستونزو کمول او د ښاري ترانسپورت سیستم ښه کول دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG