د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ د ټولو ګوندونو د استازو یوه غونډه رابللې وه. په دي ناسته کې چې د سېنټ د انتخاب پر لارو چارو خبرې وشوې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عبدالرووف هم په دې غونډه کې موجود وو. زموږ همکار بوریوال کاکړ له سنېټر عبدالرووف سره مرکه کړې ده.
د ښځو چارو رئیسې ډاکټرې ملالۍ ولي مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره سږ کال د ښځو د ځانوژنې، ځانسوځونې او قتل پيښې نه دي ثبت شوي.
په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې تېره اونۍ د موصل په مرکزي کتابتون کې تر یولک زیات کتابونه او تاریخي نسخې وسوځولې.
د بي بي سي په لیکنه ، دا ځکه چې طالبان پر پاکستان تکیه کوي، یانې په پاکستان کې پټېږي، هلته پېسې، وسلې او نور سامانونه راغونډوي.
د نادرا چيېرمېن په خبره چې په لاهور کې هم د يو يو لک روپو په بدل کې ٢٠٠ جعلي شناختې کارډونه جاري شوي دي
زما نوم عبدالمتین دی، نن چې له سکاټ لينډ سره د افغانستان لوبه وه، او موږ وګټله، زه ډير حوشاله يم، انشاالله نورې لوبې به هم ګټو، زنده باد افغانستان.
د پاکستان له خارجه چارو دفتره جاري شوې خبرپاڼې په وینا، دې مذاکراتو کې د پاکستان نمایندګي د پاکستان ایډیشنل سیکرېټري تسنیم اسلم او د اروپايي ټولنې پلاوي مشري مارا میرینیکې کوله.
د چارشنبی پر ورځ د خېبر پښتونخوا د داخله چارو ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايی، چې په صوبه کې یې د افغان پېش امامانو د فارغولو امر ورکړی دی- د خبرپاڼې له مخې په خېبر پښتونخوا کی ۲۹۴ افغانان ملایان په جوماتونو کی امامتي کوي او په دې لړ کې کمشنرانو ته امر ورکړل شوی دی چی دا ۲۹۴ افغانان ملایان دې په یوه اونۍ کې دننه د خېبر پښتونخوا له جوماتونو فارغه کړل شي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په راپور کې
په پاکستان کې د سېنېټ د دوه اويا «۷۲» څوکیو لپاره د مارچ پر پنځمه ټاکني ترسره کېږي چې پکې کې د فاټا څلور څوکۍ هم شاملي دي. د قبايلي سيمو د څلور څوکیو لپاره دوه څلويښت «۴۲» اميدوران سيالي کوي. خو تر انتخاباتو له مخه د پاکستان د نورو برخو په ګډون د قبايلي سيمو د قامي اسمبلۍ پر غړو هم دا تورونه لګيږي چي دوی خپل ووټونه خرڅوي. له باجوړ ايجنسي د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اخونزاده چټان له مشال ريډيو سره په مرکه کې دا تور لګولی وو چې د سېنېټر جوړېدو لپاره له شل څخه پنځويیت کروړه روپۍ خرڅ راځي. خو ځينې نور غړي بيا د ووټ خرڅلاو خبره مني خو البته وايي چي د قيمت په برخه کې له مبالغې څخه کار اخیستل کېږي. په دې اړه عبدالحي کاکړ له باجوړه د قامي اسمبلۍ ټاکل شوي غړي شهاب الدين خان چې له واکمن مسلم ليګ ن سره تعلق لري، مرکه کړې ده او په سر کې يې ځېني پوښتلې چې آيا د يوه غړي په توګه ده ته د پيسو وړانديز شوی دی او که نه؟
د فاټا په شمول د ټول پاکستان نه به د سېنېټ د ٥٢ چوکيو لپاره د راتلونکي مياشت مارچ په پنځمه نېټه ووټونه اچول کيږي.
ډاکټر بلال وويل چې يواځې په مردان ضلع کې لس زره ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وو څکلي خو دا ځل دغه شمېره هم يواځې پنځه سوه ده.
د هغې په سپين مخ شنې سترګې نورې هم وځلېدې، ډير کرار يې له خپلې قهوې ګوټ وکړ، ماته يې په سترګو کې وکتل او وي ويل چې که ژبه مو ژوندۍ ونه ساتله واک نه شئ تر لاسه کولی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته