د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې چین په کونړ ولایت کې په اوبو د برېښنا پيدا کولو یوه پروژه او د پاکستان او افغانستان تر منځ د سړکونو او ریل ګاډي رابطې ښه کولو په مد کې پانګونه کول غواړي. دا خبره په کابل کې د افغان، پاکستاني او چینايي سفارتکارانو تر منځ تر ملاقات وروسته مخې ته راغلې ده. چین هم د دغه خبرې پخلی کړی دی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو ځواکونو جنګي مشن تېر کال پای ته ورسېدلو، او اوس په دغه هېواد کې د امریکا رول محدود شوی دی. له دې دا پوښتنه مخې ته راځي چې ایا چین په سیمه کې د ګړندي رول لوبولو لپاره مخې ته راتلل غواړي که څنګه. په دې اړه ملیحه امیرزاده د سیمه ایزو چارو کارپوه طلعت مسعود سره مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې په سیمه کې د چین د ممکنه فعاله رول په اړه پوښتلي دي.
نواز شریف وویل، دا وخت پاکستان د ګېس له کمښت سره مخامخ دى اوکه مجوزه منصوبه زغرده سر ته ورسي نو په پاکستان کې به د ګېس پر کمي قابو وموندل شي.
د ليکوالانو په خبره ماشوم که په پکتيا او که په پېښور کې وژل کېږي دواړه اغيزمن دي.
د فاټا وکیلانو ټولنې مشر اعجازمومند وايي، تر هغو به خپلې هلې ځلې جاري ساتې چې ورته حکومت د نور پاکستاني ولس غوندې حقوق نه وي ورکړي.
د عوامي نېشنل ګوند سينېټر شاهي سيد وويل چې ټرانسپورټ سهولت د يو ملک د اوسيدونکو بنيادي حق وی خو حکومتونو د خرابو پاليسو له لاسه خلک له دې حقه محرومه دي
' دا د ریاست ذمه واري ده او په آيين کې د هر انسان حقونه مالوم دي خو له بده مرغه دغه آيين د خپلځان حفاظت نشي کولی، ځکه چې څو څو ځله مات شوی دی'
نن په پښتون ميشته سيمو کې د عوامي نيشنل ګوند پخواني مشر او مشهور انقلابي شاعر، اجمل خټک پنځم تلين دی. د عوامي نيشنل ګوند يو مشر سنيټر افراسياب خټک له اجمل خټک سره شاوخوا دوه څلويښت کاله نيزدي سياسي ملګری پاتی شوی دی. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چي د پښتون قامي تحريک په دې ټول تاريخ کې د اجمل خټک د مبارزې ځانګړتيا څه وه؟
نن د پښتون قام پرسته سياستوال او شاعر، اجمل خټک پنځم تلين اړونده بيلابيلو ځايونو کې پښتانه دستورې او غونډې کوي. د هغه په سياسي ژوند ګڼې ليکنې شوي او په سياست يې ډيرې خبرې شوي دي خو ډير خلک د هغه له شخصي ژوند پوره نه دي خبر. د نوموړي زوی ايمل خټک وايي پلار يې د سياسي هلو ځلو له کبله خپلو ماشومانو سره ډير کم وخت تېر کړی. ايمل خټک زياتوي چې اجمل خټک په کابل کې اولس کاله پاتې شوی وو او په دي موده کې يې د هغه وخت افغان ولسمشر، نجيب الله سره ډيره ښه دوستي جوړه شوي وه. اجمل خټک به ماشومانو سره کرکټ هم کاوه او د خپل قام او خاورې د حقونو په اړه به يې ورته لارښوونه هم کوله. د اجمل خټک زوی، ايمل خټک زوی وايي د پلار يې خوا او شا يو نيم سل ډايريانې شته چې هغه د خپل وخت د حالاتو او خلکو په اړه ليکلي. تر اوسه دا چاپ شوي نه دي. ايمل خټک سره د مشال ريډيو همکار، عبدالحی کاکړ مرکه کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.
د پاکستان انساني حقونو کميشن مشرې، زهره يوسف مشال ريډيو ته وويل چې د مذهبي سپکاوي قانون واضحه نه دی نو ځکه هر څوک کولی شي بل کس د مذهب په سپکاوي تورن کړي.
د مشال راډيو د شمېرو له مخې وزيراعظم نواز شريف د ٢٠١٣ کال له جولايي مياشتېتر٢٠١٥ کال جنورۍ مياشتې ٢٥ بهرنۍ دورې کړې دي
د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید وویل، بله پروژه د پاکستان خپله پخوانۍ هغه ده او دوی غواړي چې د پاکستان دننه سړکونه له یو بل سره وتړي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته