روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي ورولي دي. اوکرایني حکومت وايي، د هېواد دفاع کوي او امریکا پر هغه هېواد حمله غندلې ده. مشال راډیو له سیاستوال، د پاکستان پخواني سېنېټر او شنونکي افراسیاب خټک سره مرکه کړې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د مورنۍ ژبې ارزښت او د مظاهرې قربانيانو ته د درناوي په توګه ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ز کال کې د فبرورۍ ۲۱مه د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.
د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د اپوزیشن یوشمېر ګوندونو او پیپلز ګوند د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې وویل، په پارلېمان کې د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک دایروي.
د زرڅانګې په ګډون د نورو هنرمندانو ستونزې له اعلاوزیر محمود خان سره شریکوي. "له هغه سره پر دې مسله خبرې کوم، دا به زه [د غونډې] په اجنډا کې هم شاملوم. په کابينې کې به هم پر دې خبرې کوو."
په کوټه کې خبريال او شنونکي شهزاده ذوالفقار د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې اېسټیبلېشمنټ دا خبره محسوسه کړې ده چې وروستي بريدونه ډېر خطرناک ول او په دې خبره حيران دي چې وسله والو ډلو څه رنګه داسي قوت ترلاسه کړ.
د پروژې لومړۍ موافقه د ۱۹۹۵ز کال د مارچ پر ۱۵مه د پاکستان او ترکمنستان ترمنځ لاسليک شوې وه. خو له هغه وخت راهیسې د پروژې تعمیراتي چارې د بېلابېلو وجوهاتو پر اساس له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
شنونکي وايي، له حکومتي ژمنو سره سره درغلي موجوده ده. خو واکمن ګوند تحريک انصاف دريځ لري چې د نورو حکومتونو پرتله د دوی په واکمني کې درغلي نه ده شوې.
له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې به بریالۍ شي؟
په لاهور کې میشت پښتون زده کوونکی مزمل کاکړ وايي چې د پنجاب تعلیمي ادارو کې یوازې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا زده کوونکي په نښه کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته