د پروژې لومړۍ موافقه د ۱۹۹۵ز کال د مارچ پر ۱۵مه د پاکستان او ترکمنستان ترمنځ لاسليک شوې وه. خو له هغه وخت راهیسې د پروژې تعمیراتي چارې د بېلابېلو وجوهاتو پر اساس له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
شنونکي وايي، له حکومتي ژمنو سره سره درغلي موجوده ده. خو واکمن ګوند تحريک انصاف دريځ لري چې د نورو حکومتونو پرتله د دوی په واکمني کې درغلي نه ده شوې.
له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې به بریالۍ شي؟
په لاهور کې میشت پښتون زده کوونکی مزمل کاکړ وايي چې د پنجاب تعلیمي ادارو کې یوازې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا زده کوونکي په نښه کېږي.
د مسلم لیګ ن یوه مخکښ احسن اقبال د شورو پر ورځ پر ټویټر پاڼه د جمع کړي قرارداد تصویر ورکړی او لیکلي یې دي چې له ټولو اپوزیشن ګوندونو نه یې پرې دستخطې اخیستي دي.
شنونکي وايي، د پاکستان چارواکو په بیا بیا ویلي چې حکومت او پوځ د امنیتي او بهرنیو چارو تګلارو په اړه "همنظره" دي، نو ځکه داسې برېښې چې د امنیتي تګلارې د سمت بدلولو په اړه ملکي او پوځي ادارې همغږي دي.
د های کورټ چيف جسټس اطهر من الله استفسار کړی چې حکومت ولې د نارو پشمول د پام وړ شمېر نورو ورکو کسانو د موندلو په چاره کې ناکامه شوی دی؟
په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي.
پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.
دا راپور په ۷۵۰ مخونو اډانه لري او پکې په پاکستان کې د ښځو او اقلیتونو په حقونو، او د خلکو په لادرکه کېدو د فکرمندۍ څرګندونه شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته