د پاکستان وزیراعظم د پوځ او عدلیې د بدنامولو جنايي قانون مسودې ته د بیاکتنې لپاره د وفاقي کابینې په غړو مشتمله کمېټي جوړه کړې ده. د هغه ترمیمي بل په اړه په پاکستان کې وار له مخه بحثونه روان ول او د بشري حقونو فعالانو او ادارو ورباندې نیوکې کولې. پر دې موضوع تفصیل په غږیز رپورټ کې.
د پخواني جنرال پروېز مشرف واکمنۍ یوشمېر لوړې ژورې لرلې او پر مهال یې هغه لومړی په ۲۰۰۶ز کې د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او ګورنر نواب اکبر خان بګټي او تر هغې یو کال وروسته د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د وژنو په مقدمو کې هم ونومول شو، خو هغه دا تورونه رد کړل.
د روغتیا ادارې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وویل چې د ۵۹ ټپیانو درملنه د صوبې په بېلابېلو روغتونونو کې روانه ده چې پکې د اتو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. له دې پرته لسګونه ژوبل کسان تر درملنې وروسته کورونو ته ستانه شوي دي.
د جنورۍ ۲۴مه د تعلیم له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. په خیبر پښتونخوا کې د تعلیمي چارو پوهان وايي، په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې ناامنۍ، پوځي عملیاتو، په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا او اقتصادي ستونزو هلته تعلیم ته خورا زیات تاوان اړولی دی. نور په دې رپورټ کې.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، له نړیوالو مالي ادارو او ملګرو هېوادونو څخه د ډالرو نه لېږد له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې څه د پاسه څلور اربه ډالرو ته ورکمې شوې دي چې یوازې د شاوخوا درو اوونیو درامداتو لپاره کافي دي.
لنډمهالی حکومت د اسمبلۍ د غیر موجودګۍ له کبله قوانین او داراز پالیسۍ نه شي جوړولای او محدود واک لري چې د شنونکو په خبره، دا هر څه به د امنیت په برخه کې چیلېنجونه لا زیات کړي.
په پاکستان کې د غلې زېرمه کولو سرکاري اداره (پاسکو) وايي چې په هېواد کې غنم کم نه دي او تر جون پورې د اړتیاوو پوره کولو غنم لري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې خلکو د اوړو د کمښت او زیاتو بیو ضد احتجاجونه کړي دي.
د بنو او واڼه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې ناقانونه تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې دعوه وکړه چې "پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره" کړې نو ځکه خپلو وسلوالو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.
د بلوچستان اعلاوزیر د سیاستوالانو او شنونکو دعوې ناسمې بولي. نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۳مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې دا تور ناسم دی چې ګواکې د رېکوډک پروژې ډېر ټیکسونه به د صوبايي حکومت پر ځای وفاقي خزانې ته ځي.
د ځونیخېلو د تاڼې یوه چارواکي د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د اېف سي سرتېری رحمان زمان په چوټیو (رخصتیو) کور ته تللی وو. ده د موضوع حساسیت له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې وسلوالو د زمان سر د ځونيخېلو په بچکي سیمه کې له یوې ونې وځړاوه.
محمود خان اڅکزي په ياده جلسه کې د پښتنو پر خاوره اوږدو جنګونو او ناامنيو ته په اشارې ویلي ول چې پښتانه د نورو جنګونو توان نه لري او نوموړی به پښتانه له "بدۍ" خلاصوي. په همدې تناظر کې نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې که چا "په خښم (غصه) کړ" نو ځان ته به "د طالبانو وزيرخارجه " هم ووايي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته