د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهري په ۲۰۰۱م کال د نومبر پر اتمه نېټه د افغانستان په ناڅرګند ځای کې
اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهري په ۲۰۰۱م کال د نومبر پر اتمه نېټه د افغانستان په ناڅرګند ځای کې

د اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته به په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې راتلونکی څه وي؟

د اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته به په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې راتلونکی څه وي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې چې کوربه یې پامیر سایل دی،دناروې له اوسلو څخه د پاکستان ،قبایلي سیمو او د افغانستان د چارو کارپوه فرحت تاج او د افغانستان او د سیمې د چارو کارپوه غفور لیوال له کابله مله دي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش وویل، په نړی کی د ترټولو خطرناک ترګر وژل کیدل، د امریکا د بري نخښه ده.

نړیوالو هم په دی اړه غبرګونونه څرګند کړی دی.
د بریتانیا وزیراعظم ډیوید کامرون وویل، د بن لادن وژل کیدل به ټولې نړۍ ته هوساینه ورپه برخه کړي.

د اسرایل وزیراعظم بینیامین نیتانیاهو متحده ایالاتو د عدالت د بری په خاطر مبارکی ورکړی ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG