د میکسیکو او امریکا پر پوله په پروت ښار کې یو پناه ځای د بې اسناده مسلمانو کډوالو لپاره ځانګړی دی. هلته لسګونه کډوال په دې هیله شپې سبا کوي چې په امریکا کې به یې د پناه غوښتنلیک ومنل شي. پخوا به میکسیکو ته له لاتیني امریکايي هېوادونو څخه ډېر بې اسناده کډوال ورتلل. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.