د پاکستان پخواني لنډمهالي وزیراعظم ويلي چې افغانستان او پاکستان دې په "خوږو خوږو خبرو" د یو بل تېر ایستلو پر ځای په "ايماندارۍ" خبرې اترې وکړي. انوار الحق کاکړ له مشال راډېو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د هېواد داخلي امنیت د پاکستان د حکومت ذمه واري ده البته که امنیت د ګاونډیو له لوري خرابېږي نو ریاست ورباندې سترګې نه شي پټولای. بشپړه مرکه وګورئ.