د انګلستان په پلازمېنه لندن کې د "لندن ټاور" په نامه مشهوره قلعه او ورسره تړلی پل، چې ۹۰۰ کاله زوړ دی، هر کال درې میلیونه سیلانیان د لیدو لپاره ورته راځي. داسې انګېرل کېږي چې پاچا چارلس دویم، چې له ۱۶۶۰ څخه تر ۱۶۸۵م پورې یې واکمني وکړه، لومړی کس و چې د دې افسانوي قلعه په ساتنه یې ټینګار وکړ.