د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې هغه د ځينو نورو کسانو برعکس له لومړي سره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته خوشبينه نه وو.
د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکترانو سازمان له حکومته غوښتي دي چې په هغه صوبه کې دې شاوخوا ۶۰۰۰بې روزګاره ډاکترانو ته دندې ورکړي. د سازمان مشرانو او غړو د سېپټېمبر پر ۱۹مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه او تر څو ساعتونو پورې یې د ښار خیبر سړک هم د ګاډو پر مخ تړلی وو.
په وروستیو کې د مرکزي اروپا په یوشمېر هېوادونو کې په سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی. څېړونکي وايي چې سږ کال د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په هوا کې نمي زیاته شوه چې هغه بیا د سختو ورښتونو او د لویو سېلابونو لامل شوه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
څلورو افغان نجونو، چې په افغانستان کې يې د طالبانو د بنديز له امله د طب زدکړې نيمګړې پاتې شوې وې، اوس د برېتانيې په سکاټلينډ کې بيا پيل کړې دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ.
یو شرکت د شتمنو خلکو د ساعت تېري لپاره په خلا کې ورته د ګرځېدو موقع برابروي. سپېس اېکس په لومړي ځل د سېپټېمبر پر ۱۲مه ازموینه پیل کړه چې له مخې به یې د امریکايي فضايي یا خلایي څېړنو ادارې (ناسا) د ستورمزلو ترڅنګ شتمن خلک هم وکولای شي چې په خلا کې وګرځي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د زده کوونکو ترمینځ غشي ویشتو دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته رسېدلي دي. هغه سیالۍ د صوبې د لوبو ادارې، د افغان کډوالو چارو کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) تنظیم کړې وې چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په کواټ سپورټس کمپلېکس کې وشوې. ویډیويي رپورټ.
یوشمېر خیریه کارکوونکو د اوکراین له مرکز کییف سره نېږدې په یوه سیمه کې یوې جګړې ځپلې کورنۍ لپاره د درې بعدي (تري – ډي) ټېکنالوژۍ په مرسته کور جوړ کړی دی.
په ګردېز کې د پلاستيکي کرېټونو کارخانه څنګه کار کوي؟
لندن مېشتی سافټوېير انجینر حنیف الرحمن وايي چې ښايې په راتلونکو څو میاشتو کې به د هغه سافټوېير لومړۍ بڼه په رسمي توګه کار پیل کړي ورسره به پښتانه له کمپیوټر یا موبایل ټېلېفون سره په پښتو خبرې وکړای شي. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو د کارونې په اړه بېلا بېلا اندېښنې شته، د اسټرالیا وزیراعظم اېنتني البنیز ويلي، داسې قانون جوړوي چې ترمخه به یې تر ۱۶ کلونو پر کم عمر لرونکو ماشومانو د ټولنيزو شبکو د کارولو بندیز وي.
په پاکستان کې د برقي ګاډو جوړولو یوې نوې چینایي کمپنۍ "بي وای ډي" کار پیل کړی دې. دغه شرکت وایي تر ۲۰۳۰ز کال پورې به په هغه هېواد کې تر ۵۰ فیصده پورې ګاډي په څه نا څه بڼه برقي وي او په برېښنا به چلېږي.
په ايران کې د ۲۰۲۲م کال په سېپټېمبر میاشت کې د وژل شوې ايرانۍ زده کوونکې مهسا اميني د دوهم تلين پر مهال د اروپا په مختلفو هېوادونو کې مظاهرې تر سره شوي دي. د دې مظاهرو حال د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې په دې راپور کې وګورئ:
نور وښیئ