اپوزیشن وايي، د صفدر ګرفتارۍ لپاره د سیند د پولیسو مشر هم له کوره بیول شوی وو.
ماته وايي ولې پريشانه کېږي. ټاپوګان خو اسلام اباد ته نه وړو. ته خو یې یوسه! په تا کې دومره همت شته؟ يو اينچ ځمکه خو ته يوسه؟ دا ټاپوګان زموږ دي. د سنديانو دي.
په پېښور کې غوښې یو دکاندار حاجي ابراهیم وایي په سرکاري نرخنامه کې د غوښې قیمتونه خو زیات شوي دي خو دغه لا هم د هغه نرخ په مقابل کې کم دي،په کوم نرخ چې دوی پخپله غټه او نرۍ غوښه اخلي.
د اکتوبر ۲۱مې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د "افغانانو دردوونکې مړینې ژور خپګان" وررسولی دی، له ټولو کورنیو سره خواخوږي ښيي او د "ژوبلو د ژر رغېدو دوعا" کوي.
د خبریالانو ټولنې پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس د عمران خان حکومت له راتلو سره په ملک کې پر میډیا بندیزونه زیات شوي دي.
د مسلم ليګ ن د رهبر نواز شريف زوم محمد صفدر د اکتوبر پر ۱۹مه سهار وختي د جناح د مزار ((د تقدس سرغړونې)) په تور د کراچۍ په يو هوټل کې له خپلې کوټې ونیول شو چې بيا وروسته په همهغه ورځ په ضمانت خوشې کړل شو. پوليس وايي پر هغوی فشار راوستل شو چې د صفدر پرضد مقدمه درج کړي.
په خیبر کې مدني فعال منظور اپریدی وايي چې د ټایګر فورس غړي خپل کار د ولس د ښیګړې لپاره ګڼي خو د داسې ډلو جوړیدو سره د ګوندونو او په ټولنه کې د ولس ترمنځ اختلافات او شخړې رامنځته کېدای شي.
د مسلم ليګ (ن) يو مشر او د پخواني وزیراعظم نوازشريف زوم، کيپټن محمد صفدر ويليچې دی به په هر اکتوبر کې کراچۍ ته ځي او د ووټلپاره د عزت خبره به کوي.
په کراچۍ کي د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پي ډي اېم تر جلسې وړاندې د محمد علي جناح مزار ته د مریم نواز ورتلو پرمهال د مسلم لیګ ن زیات شمېر کارکنان هم دننه ورننوتي ول او هلته یې د جمهوریت په ملاتړ اوو د حکومت په مخالفت کې نارې وهلې وې.
ازادو رسنیو او سوشل میډیا د دغه جلسې د ګډونوالو شمېر لسګونه زره ښيي، او د دوی په خپرو شویو ویډيوګانې کې د جلسې په میدان کې د پي ډي اېم د هر ګوند جنډۍ رپېږي. د شپی د رڼا انتظام هم شوی او د سټیج مخامخ د ډرون کیمرو په واسطه جوړې شوې ویډیوګانو کې ګڼ ولس ښکاري.
نور وښیئ