د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیوۍ ورځپاڼې پر شهباز شریف د درغلۍ د تورونو په اړه د ناسم خبر پر خپرولو بښنه غوښتې ده


شهباز شریف پر ټوېټر په بیان کې خوشالي ښوولې چې له "ناسمو تورونو" خلاص شو - پخوانی انځور.
شهباز شریف پر ټوېټر په بیان کې خوشالي ښوولې چې له "ناسمو تورونو" خلاص شو - پخوانی انځور.

برتانیوۍ ورځپاڼې دي مېل انلاین او دي مېل ان سنډې پر وزیراعظم شهباز شریف د "غلا" او د "درغلۍ" د تورونو په اړه د "ناسم" خبر پر خپرولو بښنه غوښتې ده.

هغې ورځپاڼې د ډېسېمبر پر اتمه پرخپله ووبپاڼه د "سپیناوي" په بیان کې ویلي دي چې د ۲۰۱۹ز کال د جولای پر ۱۴مه یې د ۲۰۰۵ز کال له زلزله ځپلو سره د برتانیا د مرستو په اړه یو رپورټ خپور کړی وو.

ورځپاڼه وايي، په هغه رپورټ کې یې د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نیب) د پلټنو ذکر کړی وو او پکې راغلي ول چې تر تحقیقاتو لاندې د مرستو د پیسو یوه لویه برخه پنجاب صوبې ته لېږدول شوې وه.

د ۲۰۰۵ز کال په اکتوبر کې په پاکستان کې په یوه زلزله کې تر ۷۰،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي ول. هغې زلزلې تر ټولو زیات زیان د خیبر پښتونخوا په شمالي سیمو او د اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر کې اړولی وو او په پنجاب، سیند او بلوچستان صوبو کې ځاني او مالي زیانونه نه ول اوښتي.

شهباز شریف د زلزلې پر مهال د پنجاب اعلاوزیر نه وو او په ۲۰۰۸ز کال کې تر انتخاباتو ګټلو وروسته د صوبې انتظامي مشر شو.

مېل انلاین وايي، دا "قبلوي چې د احتساب قامي ادارې [شهباز] شریف هېڅکله د برتانیې د ولس یا د نړیوالې پرمختیا وزارت د مرستو په تړاو نه وو په هېڅ ناسم کار نه وو تورن کړی."

ورځپاڼه زیاتوي چې د همدې "تېروتنې له وجې" له وزیراعظم شهباز شریفه "بښنه" غواړي.

اخوا د پاکستان دولتي راډیو د ډېسېمبر پر اتمه په یوه خبر کې ویلي دي چې برتانیوۍ ورځپاڼه د شریف پرضد "د بې بنیاده تورونو په ثابتولو" کې پاتې راغلي نو ځکه یې "الزمات واپس اخیستي."

شریف د مېل انلاین ورځپاڼې د هغې مقالې پرضد مقدمه دایره کړې وه. نوموړي د ډېسېمبر پر اتمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې "د خدای شکر" کوی چې پرضد یې "ناسم تورونه بې بنیاده" ثابت شول.

XS
SM
MD
LG