د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت کاروباریانو او بې وزله خلکو ته اسانتیاوې ورکوي: حفیظ شیخ


په قامي اسمبلۍ پر اقتصاد بحث له دوشنبې روان وو
په قامي اسمبلۍ پر اقتصاد بحث له دوشنبې روان وو

اسلام اباد - د فبرورۍ پر ۱۲مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د هېواد اقتصادي او مالي حالت په اړه بحث وشو چې پکې حکومت د خپلو لاسته راوړنو ذکر وکړ خو اپوزیشن وویل چې حکومتي دعوې له ورځنیو واقعیتونو سره سمون نه خوري.

دا بحث د ګل یا دوشنبې له ورځې روان وو چې پکې اپوزیشن په بیا بیا د حکومت اقتصادي تګلاره نیمګړې وبلله او ورته یې د ګرانۍ او انفلېشن یا افراط زر د سطحې کمولو سپارښتنه وکړه.

خو د مالي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار عبدالحفیظ شیخ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) او نورو نړیوالو ادارو د حکومت اقدامات ستایلي.

ده وویل، د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت نه یوازې لښګوته کم کړل بلکې د روان ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال په بجټ کې یې کاروباریانو او بې وزله ولس ته اسانتیاوې ورکړې:

"یوه پرېکړه مو دا وکړه چې د پوځ بجټ پر خپل ځای وساتو، یعنې زیات یې نه کړو. بل دا چې د ملکي حکومت په لګښتونو کې مو د ۴۰ اربه روپیو کمی راوست، د وزیراعظم او ولسمشر دفترونو بجټونه مو کم کړل، د کابینې تنخاګانې مو کمې کړې، د جنرالانو او سېکرټرانو تنخاګانې مو پر ځای وساتلې. دویم، موږ هدف ټاکلی وو چې په روان مالي کال کې به ۲،۲۰۰ اربه روپۍ ټیکس جمع کوو، موږ د اووه میاشتو په موده کې د ۲۱،۰۰ اربه روپۍ مالیې ترلاسه کړې. درېیم، موږ د داسې نظام پر جوړولو کار وکړ چې ولس ته ګټه ورسوي. موږ چې بجټ جوړاوه نو پر دې مو فکر کاوه چې چا ته ګټه ورسوو نو داسې مو وکړل چې هغو کسانو ته مو پام وکړ چې د پاکستان برامدات زیاتولای شي، یعنې کاروباریان او صنعتکاران او بل مو د پاکستان بې وزله اوتر ټولو کمزورو خلکو ته د ګټې رسولو اقدام وکړ."

یوه پرېکړه مو دا وکړه چې د پوځ بجټ پر خپل ځای وساتو، یعنې زیات یې نه کړو. بل دا چې د ملکي حکومت په لګښتونو کې مو د ۴۰ اربه روپیو کمی راوست.
عبدالحفیظ شیخ

پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) سیاستوال شاهد خاقان عباسي د مالي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار عبدالحفیظ شیخ پر وینا انتقاد وکړ او ویې ویل نوموړي "د اقتصاد داسې انځور وښود چې ولس لا نه دی لیدلی او پر اصلي موضوع یعنې د اوړو او د بورې بیو په اړه یې هېڅ و نه ویل. ریښتیا خو دا دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې یو کیلو اوړه په ۴۰ روپۍ خرڅېدل، اوس یې بیه ۷۰ روپۍ ده. هغه وخت یو کیلو چیني په ۵۳ روپۍ وه اوس په ۹۰ روپۍ خرڅېږي. دا دواړه شیان پاکستان خپله پیدا کوي او تیاروي. نو حکومت یې ځواب لري؟"

د پیپلز ګوند سید نوید قمر هم د عباسي په څېر نیوکې وکړې او ویې ویل چې حکومتي چارواکو په اسمبلۍ کې د ګرانۍ کمولو پر ځای د هېواد د اقتصاد پر ټولیز حالت له خبرو سره د بحث موضوع بل لوري اړوي.

قمر د فبرورۍ پر ۱۱مه د ورځني استعمال پر شیانو د رعایت ورکولو حکومتي فیصله ناکافي وبلله:

"په دې هېواد کې ګراني او د ورځني استعمال د شیانو بیې تر اسمانه لوړې شوې دي چې [قامي اسمبلي] ورباندې بحث کوي. موږ له درو، څلورو ورځو دا اورو چې حکومت د کابینې په غونډو کې ولس ته د اسانتیاو برابرولو لوی اعلان کوي، نو د حکومت زېری خو تاسې واورېد. انفلېشن یا افراط زر یوازې یوه شمېره نه ده – دا ۱۴ نیم فیصده یا ۱۵ فیصده یوازې یو عدد نه دی – دا هغه واقعیت دی چې موږ او تاسې ته ووټ ورکوونکي یې هر ماښام ګالي. ما ته ووایاست چې [په پاکستان کې] څوک داسې شته چې [لوړ انفلېشن او ګرانۍ] نه دی ځپلی؟"

په دې هېواد کې ګراني او د ورځني استعمال د شیانو بیې تر اسمانه لوړې شوې دي.
سید نوید قمر

د اپوزیشن تر مخکښو مشرانو وروسته د انرژۍ وزیر عمر ایوب وویل چې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د خپلو واکمنیو پر مهال اقتصاد ته تاوان ورساوه چې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت یې سموي.

د تحریک انصاف له واکمنۍ سره سم، پاکستان لومړی د مالي ستونزو ښکار شو چې د هواري لپاره یې له ای اېم اېفه پور واخېست او اوسمهال د ورځني استعمال د شیانو د لوړو بیو له مشکل سره مخامخ دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG