اسلام اباد - د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د بین الافغاني خبرو پیلولو لپاره پر اړینو اقداماتو غږېدلی دی.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د جون پر اتمه په یوه بیان کې ویلي چې دواړو چارواکو د جون اوومې په ملاقات کې، تر بین الافغاني خبرو مخکې د اختر په درو ورځو کې د اوربند، د بندیانو د ازادولو د بهیر چټکېدل او د تاوتریخوالي کمېدو یادونه وکړه.
په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو تر پیل مخکې کوم اقدامات اړین دي.
تر دې مخکې د جون پر اوومه د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي ول چې خلیلزاد او جنرال باجوه د "افغانستان د سولې پر بهیر" او "سیمه ییز امنیت" وغږېدل.
بیان زیاتوي چې دواړو چارواکو په پاکستان کې د "افغان کډوالو" او د "پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د انتظام" پر موضوعاتو هم خبرې وکړې.
ای اېس پي ار هم له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې د جون پر اوومه ماخوستن مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې خلیلزاد په دوحې کې د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره په ملاقات کې د بندیانو د ژر خلاصولو او "بین الافغاني خبرو پیل" په اړه وغږېد.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون پر پېنځمه په بیان کې ویلي ول چې نوموړی د دوحې، اسلام اباد او کابل په دې سفر کې د بین الافغاني خبرو د پیل پر چارو بحثونه لري.
وزارت وايي، خلیلزاد به همداراز له طالبانو سره د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې په موافقه او له افغان حکومت سره په ګډه اعلامیه کې شوې "ژمنې ارزوي" چې پکې د تاوتریخوالي کمول او د بندیانو خلاصول د پام وړ دي.
ټاکل شوې چې تر اسلام اباد وروسته خلیلزاد کابل ته ورشي.
د فېسبوک تبصرې