د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د نړیوال څار له خړ لېسټه د وتلو په تمه دی


حکومت وايي، د لسګونو مدرسو واک یې په لاس کې اخېستی او هیله لري له خړ لېسټه ویستل شي.
حکومت وايي، د لسګونو مدرسو واک یې په لاس کې اخېستی او هیله لري له خړ لېسټه ویستل شي.

پراګ ـ پاکستاني چارواکي وايي، هڅه کوي چې ډېر زر د ناقانونه پیسو څارنې نړیوالې ادارې [فاینانشل اېکشن ټاسک فورس] له خړ لېسټ څخه ووځي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د اقتصادي چارو قایمه کمیټۍ غړي فهیم خان ویلي، حکومت د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خړ لیسټ څخه د لرې کېدو په لړ کې د ۱۱۳ مدرسو انتظامي کنټرول اخیستو ترڅنګ ځيني نور ګامونه هم پورته کړي دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل، ریاست په تېرو وختونو کې مدرسې له پامه غورځولې وي خو موجوده حکومت غواړي چې دغه تر حکومتي څارنې لاندې راولي:

"موږ غواړو چې د هیواد ټولې مدرسې او تعلیمي ادارې تر حکومتي څارنې لاندې روالو. په خیبرپښتونخوا کې د پي ټي ايي تیر حکومت د امام صاحابانو او جماعتونو وظیفې مقررې کړې وې. په پاکستان کې د مدرسې ماشومان ځان له هېواده بیل ګڼي، او ریاست دې لړ کې په تيرو وختونو کې لویې تیروتنې کړي دي. موږ غواړو چې د مدرسي ماشومان ځان پردې ونه ګڼي."

د پاکستاني رسنیود راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د اېف ای ټي اېف راتلونکي غونډه د جنورۍ پر ۲۱مه په بیجنګ کې وشي او بیا به د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان په خړ لیسټ کې د پاتې کولو یا نه پاتې کولو په اړه پریکړه کېږي.

پر پاکستان دا تورونه پورې شوې چې په مدرسو کې یې زده کونکو ته د سختدریځۍ زده کړې ورکول کېږي او دا هېواد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي او وايي چې د وسله والو ډلو پر ضد یې بریالي عملیات کړي او د مدرسو د رجسټریشن لړ کې یې هم ګامونه پورته کړي دي.

څیړونکی افراسیاب خټک وايي، د موجوده حکومت هلو ځلو ته په کتو داسې نه ښکاري چې پاکستان به د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې اداری له خړ لیسټه ووځي:

"کوشش خو د دې لپاره پکار دی چې پاکستان له خړ لیسټه راووځي. عملي کار کول او خبرې کول بېلې بېلې خبرې دي. په شمالي وزیرستان کې په دې ورستیو کې ډزې شوې نو دا طالبان دي. هلته اوس هم پټنځایونه موجود دي. ملګرو ملتونو چې کوم تنظیمونه ناقانونه ګرځولي، په هغوی کې پر چا مقدمه نه ده شوې. په پاکستان کې که څوک دا خبرې کوي نو پرضد یې کارروايي کېږي. د ډان ورځپاڼې مثال ستاسو مخې ته دی. زما په خیال صرف په خبرو پاکستان له اېف ای ټي اېف څخه نشې راوتلی."

سږ کال په جولای میاشت کې د پاکستان پنجاب صوبې ترهګرۍ ضد ادارې [سي ټي ډي] د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعید او د هغه د ۱۲ ملګرو پرضد د ترهګرو د مالي مرستو په تور کې مقدمه درج کړې وه.

دغسې سږ کال په مې میاشت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د قامي تګلارې له مخې نور لس تنظیمونه او ادارې ناقانونه وګرځولې.

اسلام اباد دا ګام له هغې وروسته پورته کړی چې اېف ای ټي اېف پاکستان ته د ترهګرو د مالي مرستو د بندولو او د هغوی د مرکزونو د ختمولو ترڅنګ ۲۷ نکاتي کاري پلان ورکړی چې د کارپوهانو په خبره پر ځینو یې لا هم بشپړ عمل نه دی شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG