د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د چمن لار وتړله


پاکستان د چمن لار د اووه ورځو لپاره تړلې
پاکستان د چمن لار د اووه ورځو لپاره تړلې

پاکستان د کرونا وایروس د پراختیا مخنیوي لپاره د چمن لار د یوې اوونۍ لپاره تړلې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید د مارچ پر دویمه مشال راډيو ته وویل، که دا ستونزه په اووه ورځو کې هواره شي بندر به بېرته پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه: "که چېرې دا ستونزه زیاته شي، بیا به تصمیم ونیول شي، دا یوازې د چمن بندر دی او تورخم بندر هېڅ کومه ستونزه نه‌ لري."

تر دې وړاندې ازبکستان هم د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپله پوله تړلې ده.

پاکستان او ازبکستان دا ګامونه تر هغې وروسته اخیستي چې په ایران کې سلګونه کسان کورونا وایرس وهلي او د افغانستان په هرات کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې.

پاکستان د فبرورۍ له ۲۲مې راهیسې په بلوچستان کې له ایران سره د تفتان بندر تړلی او د فبرورۍ پر ۲۸مه یې ورسره پراوزونه هم وځنډول.

د بلوچستان چارواکي وايي، د چمن لار یوازې د احتیاط له مخې تړي.

اسلام اباد په پاکستان کې د کورونا وایرس د څلورو پېښو تصدیق کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG