د خيبر پښتونخوا پولیسو ويلي دي چې د جنورۍ پر نهمه غرمه مهال په لکي مروتو کې وسلوالو د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی ګاډی يې سوځولی دی.
د لکي مروت ښار تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ۱۶ واړه کارکوونکي په یو فلاینګ کوچ ګاډي کې کار ته روان ول چې په لاره کې وسلوالو له ځان سره ناڅرګند ځای ته ولېږدول او د هغوی ګاډی يې په ځنګله کې سوځولی دی.
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې د پېښې ذمه واري منلې ده.
هغې ډلې تر هغې پېښې سمدستي وروسته رسنيو ته يوه ویډیو لېږدولې چې پکې ښکاري چې تښتول شوي کسان د وسلوالو په ولکه کې دي.
مشال راډيو په خپلواکه توګه د هغې ويډيو د کره والي تصديق نه شي کولای.
تښتول شوي کسان په ویډیو کې وايي چې حکومت دې د وسلوالو غوښتنې ومني او د هغوی د خوشې کولو لپاره دې اقدامات وکړي.
په تښتول شويو کسانو کې د حافظ بشیر په نوم یو کارکوونکی، چې د پولیسو په وینا اداري افسر دې، په ویډیو کې له حکومته غوښتنه کړې چې د وسلوالو له منګلو دې هغوی خوشې کړي.
بلخوا د ټي ټي پي وياند محمد خراساني رسنيو ته لېږدول شوي بيان کې ويلي دي چې د اټومي انرژۍ د کارخونې کارکوونکي يې د وژلو لپاره نه، بلکې د ځينو غوښتنو پوره کولو لپاره تښتولي دي.
نوموړي زياته کړې ده چې حکومت او پوځ دې یې نيول شوي ملګري خوشې کړي او د تښتول شويو کارکوونکو د خوشې کولو لپاره دې له عملياتو ډډه وکړي.
ځينو پوځي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تښتول شوي کسان عام مزدوران دي.
خو د لکي مروت پولیسو، چې نه يې غوښتل نومونه يې خپاره شي، مشال راډیو ته د تښتول شويو ۱۶ کارکوونکو نومونه لېږدولي او وايي چې هغوی ټول د اټومي انرژۍ کمېشن د اورانییمو د کارخونې کارکوونکي دي.
پولیس زياتوي چې د تښتول شويو کارکوونکو د خوشې کولو لپاره د پولیسو او امنیتي ځواکونو شریکې هڅې روانې دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر په پیل کې وسلوالو د لکي مروتو له تنګې درې (دره تنګ) سره نېږدې د امنیتي ځواکونو پر قافلې حمله کړې وه چې پکې یې پینځه سرتېري ژوبل کړي ول.
پولیسو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د سرتېرو قافله له کرکه د لکي مروتو په قبول خېلو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د اورانییمو کارخونې ته روانه وه چې وسلوالو ورباندې حمله وکړه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په جنوبي ضلعو کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوې دي. د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې وسلوالو په بنو کې اووه پولیس تښتولي ول چې یوه ورځ وروسته یې بیا خوشې کړل. تر دې مخکې، د نومبر په پیل کې وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د تېلو او ګیس د یو شرکت څلور ګاډي تښتولي ول خو ډرېوران یې خوشې کړي ول.
داراز، د هم هغه کال په اپرېل کې وسلوالو د جنوبي وزیرستان ضلعي سېشنز جج شاکر الله خان مروت تر تښتولی وو چې دوه ورځې وروسته یې خوشې کړ. د ټانک د وکیلانو مشر شېرپاو مسید هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې قاضي مروت د هرې ورځې په څېر د اپرېل پر ۲۷مه هم ماسپښین مهال خپل کار پای ته ورساوه او له کچهریو څخه کور ته روان وو چې وسلوالو یې ګاډی دټانک او ډېره اسماعیل خان پر پوله ودرواه او هغه یې وتښتاوه.
د هغو پېښو ذمه واري چا نه وه منلې خو تحریک طالبان پاکستان تر دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) د کارکوونکو تښتولو او پر هغوی او ساتونکو یې د مرګونو حملو مسوولیت منلی وو.