د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ د اتلولۍ په لړ کې د پېښور زلمي لوبډله له ملتان سلطانز سره سیالي لري.
د فبرورۍ ۱۰مې لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي. تر دې مخکې د پي اېس اېل لومړنۍ سیالۍ په کراچۍ کې وشوې.
په اتلولۍ کې شپږ لوبډلې – ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټډ، لاهور قلندرز، کوټه ګلیډيېټرز، پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز – برخه اخلي.
ملتان سلطانز چې د ۲۰۲۱ز کال کې اتله لوبډله وه، د خپل اعزاز دفاع کوي. هغې لوبډلې تر اوسه پینځه سیالۍ کړې دي او ټولې یې ګټلې دي.
کراچۍ کېنګز لوبډلې تر اوسه خپلې ټولې پینځه سیالۍ بایللې دي. له دې پرته اسلام اباد یونایټډ پر دویم، لاهور قلندرز پر درېیم، کوټه ګلیډیېټرز پر څلورم او پېښور زلمي پر پینځم مقام دي.
د پي اېس اېل اوومه اتلولي د جنورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې پیل شوه او پایلوبه به یې د فبرورۍ پر ۲۷مه په لاهور کې کېږي.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۱۱مه لاهور قلندرز لوبډله له ملتان سلطانز سره لوبه وکړي.