د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې له جومات سره چاودنه کې درې کسان وژل شوي، ۲۰ ژوبل


د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه د جمعې تر لمانځه وروسته د جومات شا ته وشوه.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه د جمعې تر لمانځه وروسته د جومات شا ته وشوه.

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د یوه جومات شا ته چاودنه شوې چې پکې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي.

په پکتیا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي خالقار احمدزي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د مارچ پر څلورمه د جمعې تر لمانځه وروسته د څېړۍ کڅ د خروټو په کلي کې شوې.

د پکتیا روغتیايي چارواکي وايي، یوشمېر سخت ژوبل کسان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي خلیل الرحمان قلمیار مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د جمعې تر لمانځه وروسته له جومات وروتل.

د خروټو کلي یو قومي مشر ملک تاج محمد وویل، په وروستیو هم په هغه کلي کې چاودنه شوې وه چې تر هغې وروسته دوی طالبانو سره د کلي د امنیت موضوع شریکه کړه.

دی وايي، طالبانو ورته وویل چې د کلي خلک دې وسله نه ګرځوي ځکه چې د امنیت ټینګښت د هغوی د حکومت ذمه واري ده.

ملک تاج محمد زیاته کړه چې اوس دې طالبان د جمعې د ورځې په چاودنه کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي خالقار احمدزی زیاتوي چې د پېښې پلټنې روانې دي.

په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

په پکتیا کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په پېښور کې هم د اهل تشیع په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال په ځانمرګي برید کې تر ۵۵ زیات کسان ووژل او تر ۱۹۰ زیات ژوبل شول. د هغې حمله ذمه واري هم چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG