د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان ته منسوبه غږیزه ټوټه: "د کوم هېواد نوم به نه اخلو، خو لوبې ته دوام ورکوو"


عمران خان د غږیزې ټوټې خپرېدو لپاره وزیراعظم شهباز شریف تورن کړ - پخوانی انځور.
عمران خان د غږیزې ټوټې خپرېدو لپاره وزیراعظم شهباز شریف تورن کړ - پخوانی انځور.

په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو یوه بله غږیزه ټوټه خپره شوې چې په اړه یې رسنیو دعوه کړې ده چې هغه د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه وخت د مشر سېکرټر (پرنسپل سېکرټري) اعظم خان مکالمه ده.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه غږیزه ټوټه تر هغې وروسته خپره شوې چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه نورې غږیزې ټوټې خپرې شوې چې په اړه یې ویل کېږي چې پکې د وزیراعظم شهباز شریف، د مسلم لیګ (ن) سیاستوالان او حکومتي چارواکو خبرې دي.

وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر ۲۷مه د موضوع پلټنو لپاره د لوړپوړې کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ.

تر اوسه د هېڅ غږیزې ټوټې د کره والي تصدیق نه دی شوی او دا هم نه ده معلومه چې هغه پټې خبرې په څه ډول او چا خپرې کړې دي.

د سېپټېمبر ۲۸مې په غږیزه ټوټه کې دوه کسان اورېدل کېږي چې د هغه لیک په اړه خبرې کوي چې پخواني وزیراعظم عمران خان یې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه له دندې څخه تر ګوښه کېدو مخکې او وروسته په بیا بیا ذکر کړی دی او تور یې پورې کړی چې امریکا یې د حکومت ضد سازش کړی وو. د هغه وخت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی وو.

د پاکستان رسنۍ په غږیزه ټوټه کې اوازونه له عمران خان او اعظم خان سره تړي. په هغه اډیو کې په عمران خان پورې په منسوب اواز کې اورېدل کېږي چې "د کوم هېواد نوم به نه اخلو، خو دې لوبې ته دوام ورکوو."

دویم کس، چې رسنۍ یې په اړه وايي چې د خان مشر سېکرټر اعظم خان دی، وايي، د هغه "لیک په اړه غونډه ورغواړو چې پکې به د بهرنیو چارو [پخوانی] وزیر شاه محمود قریشي او د بهرنیو چارو سېکرټر سهېل محمود هم شامل وي او خپله به شننه وکړو او د رېکارډ برخه به یې کړو ځکه چې د غونډې د خبرو تفصیل لیکل خو زما په لاس کې دي."

عمران خان له خبریالانو سره په خبرو کې پر وزیراعظم شهباز شریف تور پورې کړ چې هغه پټه غږیزه مکالمه یې خپره کړې ده او دا یې "ډېر ښه کړي دي."

نوموړي وویل، دا و نه ویل چې ایا هغه غږ د ده او د ده د مشر سېکرټر دی او که نه خو زیاته یې کړه چې غواړي چې هغه لیک هم په ډاګه شي چې "ټولو ته پته ولګي چې څومره لوی بهرنی سازش شوی" وو.

د عمران خان پخواني مشر سېکرټر اعظم خان هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله د عمران خان تر څرګندونو وروسته خبري غونډې ته وویل، که هغه "اواز د عمران خان وي، نو باید یې خلک وپېژني چې پاکستانی ولس یې د امریکا پرضد د یوې بیانیې په وسیله بېلارې کړی دی."

د پخوانیو غږیزو ټوټو په اړه حکومتي دریځ

وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د غږیزو ټوټو خپرېدل، چې په پاکستان کې په انګرېزۍ اصلاح اډیو لیکس بلل کېږي، یوه لویه بې پروایي وبلله. "دا واقعاً لویه امنیتي ناکامي ده. خبره زما د شخصیت نه ده چې د شهباز شریف د خبرو غږیزه ټوټه خپره شوه، چې هر څوک منتخب وزیراعظم وي او دا ډول زموږ اډیوګانې خپرېږي، دا ډېر لوی سوالیه نښان دی."

وزیراعظم د سېپټېمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه د غږیزو ټوټو تر خپرېدو وروسته وویل، که داسې د وزیراعظم له دفتره خبرې ثبتېږي او بیا خپرېږي نو "څوک به بیا له وزیراعظم سره د وزیراعظم په دفتر کې ګوري؟"

ده د موضوع پلټلو لپاره د لوړپوړې کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ.

په هغو ټوټو کې د یوشمېر کسانو غږونه اورېدل کېږي چې په اړه يې ويل کېږي چې د وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله، د دفاع وزیر خواجه اصف او د سردار ایاز صادق دي او په خپل مینځ کې له اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو پر موضوع بحث کوي.

د بلې اډیو په اړه ادعا کېږي چې شهباز شريف او له يو بل کس سره خبرې کوي چې پکې له هنده د مسلم ليګ (ن) د مرستیالې مشرې مریم نواز د زوم د مشینونو درامد په اړه خبرې کوي.

خو وزیراعظم شهباز شریف وویل چې دا خبره ناسمه ده چې ګواکې د مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز ورته د خپل زوم د کار کولو سپارښتنه کړې وه. دی وايي، یوازې له هند څخه د بورې یا چیني د کارخانې د مشینونو پر درامدېدو خبرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG