د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم د غږیزو ټوټو د خپرېدو لپاره پلټنیزه کمېټي جوړه کړه


د وزیراعظم له دفتره په بیان کې راغلي چې حکومت د انټرنېټي امنیت اقدامات کوي - پخوانی انځور.
د وزیراعظم له دفتره په بیان کې راغلي چې حکومت د انټرنېټي امنیت اقدامات کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له خپل دفتره د پټو خبرو د غږیزو ټوټو خپرېدو پېښې د پلټنو لپاره د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله په مشرۍ کمېټي جوړه کړې ده.

د وزیراعظم دفتر د سېپټېمبر پر ۲۸مه په بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه د شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې شوې چې پکې لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو ګډون وکړ.

بیان زیاتوي چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د انټرنېټي امنیت (سایبر سېکیورټۍ) په برخه کې به یو قانوني چوکاټ جوړېږي.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د سېپټېمبر پر ۲۸مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې په غونډه کې فیصله وشوه چې حکومت به په امنیتي نظام کې د لاسوهنې او درز پیدا کولو مخنیوي لپاره د انټرنېټي "امنیت، تحفظ او دولتي رابطو د خوندیتوب" جاج اخلي.

د ملي امنیت کمېټۍ غونډه تر هغې وروسته شوې چې په تېرو ورځو کې پر ټولنیزو شبکو داسې غږیزه ټوټې خپرې شوې چې په اړه يې ويل کېږی چې وزیراعظم شهباز شریف، وزیران، چارواکي او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښه سیاستوالان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.

تر هغې وروسته، د سېپټېمبر پر ۲۸مه یوه بله غږیزه ټوټه خپره شوه چې په اړه یې ویل کېږي چې پکې د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه وخت مشر سېکرټر مکالمه ثبت شوې ده.

د سېپټېمبر ۲۸مې په غږیزه ټوټه کې دوه کسان اورېدل کېږي چې د هغه لیک په اړه خبرې کوي چې پخواني وزیراعظم عمران خان یې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه له دندې څخه تر ګوښه کېدو مخکې او وروسته په بیا بیا ذکر کړی دی او تور یې پورې کړی چې امریکا یې د حکومت ضد سازش کړی وو. د هغه وخت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا په غږیزو ټوټو کې خبرې کوونکي هم هغه شخصیات دي چې په پاکستانیو رسنیو کې یې نومونه یادېږي او که نه او لا یې د عدلي طب (فارېنزېک) په لېبارټریو کې هم د کره والي تصدیق نه دی شوی.

خو پاکستان تحریک انصاف او وفاقي حکومت هغه غږیزې ټوټې د یو بل پرضد استعمالوي او پر دې موضوع په هېواد کې تود بحث روان دی.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی محمود جان بابر وايي، دا خورا "حساسه" موضوع ده او ورباندې سیاست کول نه دي په کار.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، اسلام اباد باید د انټرنېټي امنیت باوري کولو لپاره کوټلي اقدامات وکړي.

د پاکستان حکومت وايي، د غږیزو ټوټو تر خپرېدو وروسته یې د وزیراعظم د دفتر په ګډون د نورو سرکاري ودانیو د انټرنېټي امنیتي لپاره اقدامات کړي دي او نور ګامونه هم پورته کوي.

XS
SM
MD
LG