د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو فلمي صنعت زوال


د پښتو فلمي صنعت ته له تېرو څو کلونو راهیسې سخت زیان رسېدلی دی
د پښتو فلمي صنعت ته له تېرو څو کلونو راهیسې سخت زیان رسېدلی دی
سراج ظهیر مشال رېډیو

د يو فلم په جوړلو کي کیسه او مکالمې ته ډير ارزښت ورکول کېږي او څومره ډېر چې په یوه کیسه او مکالمه کې زور او خوند وي هومره به یې کتونکي خوښوي او د کتونکو په ذهن خوندور او زړه راښکونکي اغيز غورځوي.

که چیري د نړۍ پر فلمی صنعت نظر واچوو نو دا به په ډاګه شي چي هندي ،پاکیستاني اردو ژبي او انګريزي ژبي فلمونو کې د ټولنيز ژوند،د ميني محبت،معاش،تعليم ، کلتور اؤ سياسى موضوعاتو نه سربيره پر نړیوالو موضوعاتو هم معياري او خوندور فلمونه جوړيږى خو له بده مرغه د پاکستان په پښتو فلمونوکې د خپل کلتور، ټولنيز ژوند ژواک خيال نه ساتلي کيږى

کله چي په ۱۹۶۹ م کال کې د پښتو ړومبي فلم يوسف خان شيربانو د پښتو اولسى شاعر على حيدرجوشى وليکلی نو د عزيز شميم تر هدایتکاري لاندې یې فلمي ستوري بدرمنير او ياسمين خان وو.په دغه وخت کې د پاکستان فلمي صنعت ډير مخ په وړاندې روان وو خو له تېرو درو لسیزو راهیسې د پښتو هغسې معیاري او په زړه پورې فلمونه نه جوړېږي لکه د پښتون توره،دره خیبر،اوربل ،دیدن،ناوې د یوې شپې،پښتون په ولایت کې،علاقه غیر او داسې نور .

ددغه پرشا تګ په اړه د پښتو فلمونو پخوانی اداکار او د خيبر پښتونخوا د کلتور څانګي مشر نثارمحمد خان وايي چي د پښتو فلمونو د زوال لويه وجه د خپل کلتور خيال نه ساتل دي ځکه چې يو فلم د ټولني د تهذيب،کلتور او د هغوى د دودو دستور، د راشه درشه او کردار یوه هنداره وي او هم دا وجه ده چي ورځ په ورځ د پښتو فلمونو سينماګاني په تجارتى ودانو کښي بدليږي.


نثارمحمدخان زياتوي، چي فلم کې د کلتور خيال ساتلو سره سره د موسيقۍ ته هم پاملرنه پکار ده.دی وايي چي پخوا به د فلمونو لپاره ځانله سندرې ثبت کېدې او په هغه کې چې به د موسقی آلې پکارول کېدې نو سل په سله به یې له پښتنى کلتور سره تعلق لرلو، لکه رباب ،بينجو او دوکړۍ او دغه شان به د شاعرۍ هم خيال ساتل کېدو د هر فلم لپاره به د کسیې مطابق سندري ليکل کېدې او دا رنګ به پر پښتني کلتور برابر فلم مينه والو ته وړاندې کېدلو .


د فلمونو نامتو ستوری آصف خان وايي، چي د هندي فلمونو او دسي ډى فلمونو او ډرامو له کبله د سينماګانو پر پرده د فلم کتونکو شميره کې کمی راغلی دی.
اؤ بله دا چي پخوا به د فلمونو ډایريکټرانو او اداکارانو سره سره نورو تخنيکى هنر مندانو ډيره زياته خواري کوله خو اوس داسې قسمه ډائريکټران فلمي صنعت ته راغلي چې د فحاشۍ پر بنياد د خپلو فلمونو د کاميابۍ هڅه کوي چي نتيجه کې یې د پښتو فلمي صنعت له ځوړ (زوال) سره مخامخ کړی دی.

د پښتو فلم یو تصویر د پېښور پر یوه سینیما


آصف خان وویل “چي که دا لړۍ هم داسي روانه وه نو زما خيال دی چې درو څلور کاله کې به د پښتو فلمي صنعت په ټپه ودريږي”
د پښتو فلمونو زلمی ډایريکټر لياقت على خان وایی چي د پښتو فلمونو د زوال اصل وجه د حکومت نه پاملرنه ده او موږ دې لړ کې د يوې ډلې په ترڅ کې له وزير اعظم يوسف رضا ګيلانى سره ليده کاته کړى او هغه د مرستي باور هم راکړي دی خو لا تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.دویمه لویه وجه په ملک کې امنيتي حالات دي او له پروډيوسرانو سره د خپلي سرمايي د ډوبيدو ويره وي ځکه چي پر یوه فلم له ۶۰ نه تر ۷۰ لکه روپو پوري لګښت راځي او يو څوک هم نه غواړى چي سرمايه د ترهګرۍ په دي حالاتو کې ډوبه شي .او حکومت ته پکار ده چي د ملک فلمى صنعت ته خصوصى پاملرنه وکړي .ځکه چي خوا به ددي صنعت بيا ودانيدو سره هنرمندانو ته روزګار په لاس ورشي او بل اړخ ته به حکومت د ټيکس په مد کې ګټه ترلاسه شي.

بله دا چي د پاکستان فلمي صنعت کي وسایل لکه کېمري او نور ساز وسامان د پخوانۍ زماني کارول کېږي او اوس هم لکه ۴۰ کاله وړاندي د فلم پټه يا ريل په بیاتي پرېکېږي .

په دي ترڅ کې د خيبر پښتونخوا د لوبو او کلتور صوبایی وزير عاقل شاه وویل ،”که یو فلم جوړونکی د پښتني کلتواو اخلاقى ارزښتونو سره سم فلمي کیسه رامخ ته کړي نو زموږ حکومت به د دوى پوره پوره مرسته کوى.”


عاقل شاه زياته کړه چې فلمي صنعت په لاهور کې دی نو له دې کبله فلم جوړونکي مجبوره دي چې په خپلو فلمونو پنجابي ژبي اداکاران وکاروي .خو خبره دا ده چې پنجابي اداکاران پښتنو له دودستواو کلتور سره نا بلده وي چې په نتيجه کې فلم ناکامه شي .هم دا خبره د پښتو فلمونو اداکاره شهناز بيګم چې غیرپښتانه اداکاران یوازې د فحاشۍ پر بنياد په فلمونو کې ځای جوړوي اؤ پښتنه ټولنه دا نه مني.


شهناز بيګم وايي چي که د پښتو فلمونو پروډيوسران اؤ ډائريکټران غواړى چي د پښتو سينماګانو ته لکه د پخوا په شان بيا يو واري کتونکى ورمات کړى نو د مرحومې ياسمين خان په شان اداکاراني دې راولي.چې په خپله ريښتونې اداکاري یې تراوسه د فلم مينه والو زړونو کې ځای موندلی دی.د ژبي د پوهانو وينا ده چي هله يو فلم د کتونکو په زړونو اؤ ذهنونو کښي خپل مقام پيدا کولي شي چي پکې فنون لطيفه،ادب اؤ جديد ټيکنالوجى په تخليقى انداز پکار راولي.
XS
SM
MD
LG