د لاسرسي ځای

تازه خبر

ريچرډ بېنټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی


ريچرډ بېنېټ به جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه وينا کوي ـ د ۲۰۲۳ز کال انځور
ريچرډ بېنېټ به جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه وينا کوي ـ د ۲۰۲۳ز کال انځور

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچرډ بېنټ وايي چې قطر ته رسېدلی دی او د افغانستان د وضعیت په اړه د افغانانو له بېلابېلو ډلو او حکومتي استازو سره وګوري.

بېنټ د سېپټېمبر پر دويمه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې هغه سيمې ته د خپل سفر په ترڅ کې له ترکيې وروسته قطر ته رسېدلی دی.

نوموړي زياته کړې چې هغه به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د افغان ښځو او نارینوو له بېلا بېلو ډلو سره خبرې کوي او پر دې سربېره به له کارپوهانو او حکومتي استازو سره هم لیدنې کوي.

بېنټ په ترکیه کې د تېرو څو ورځو لیدنې کتنې ګټورې بللي، خو هغه دا نه دي ویلي چې هلته يې له چا سره وليدل.

ریچرډ بېنټ د خپل ماموریت په ترڅ کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او هرځل یې د طالبانو حکومت له بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو په سرغړونو تورن کړی دی.

خو په دا وروستيو کې د طالبانو حکومت افغانستان ته د بېنټ پر سفر بنديز ولګاوه.

د اګست پر ۲۰مه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د افغانستان له یوې شخصي رسنۍ سره په مرکه کې دا خبره تاييد کړه چې هغوی نور ريچرډ بېنټ افغانستان ته نه پرېږدي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اګست پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه د بېنټ له خولې ليکلي وو چې هغه به پر سفري بنديز سربېره په افغانستان کې "د بشري حقونو د سرغړونو د پېښو مستندولو" ته دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړې وه، "افغانستان ته زما پر سفر بنديز د طالبانو له خوا د شا تګ يو بل ګام دی، او دا اقدام له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د دوی د ښکیلتیا د ارادې په اړه یو اندېښمنوونکی پیغام لېږدوي."

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د طالبانو دا اقدام "شرموونکی" بللی وو.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مشرې ايلېن پییرسن د اګست پر ۲۱مه په يو بيان کې ويلي وو چې د طالبانو دا پرېکړه "د حیرانتیا وړ نه ده"، ځکه د هغې په وينا، دغه ډلې لا له وړاندې بشري حقونو ته "هېڅ پام نه دی کړی".

نوموړې زياته کړې وه چې افغانستان ته د بېنټ پر سفر د طالبانو بندیز باید د بشري حقونو د سرغړونو د "مستند کولو او احتساب" په برخه کې د نړیوالې ټولنې "اراده پیاوړې" کړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچرډ بېنټ په جون کې د هغه هېواد د بشري وضعيت په اړه خپل ۲۱ مخيز راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ووبپاڼه خپور کړی وو.

په هغه راپور کې له تعلیمه د افغان نجونو او ښځو محرومیت، له کاره د هغوی راګرځول، روغتیا، عدلي او قضايي څانګو ته د ښځو نه لاسرسی او ګڼې نورې بشري ناخوالې یادې شوې دي. بېنټ ويلي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې یې د محدوونکو تګلارو په عملي کولو سره د جنسیت له مخې د ظلم یو بنسټیز سیسټم رامينځته کړی دی.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي. په دې بندیزونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندېز، ښځې په دفترونو کې له کاره منع کول او جبري مخ پټول شامل دي.

افغان مېرمنو د دې بندیزونو خلاف څو ځله مظاهرې هم کړې دي خو طالبانو خپل سخت دريځ نه دی بدل کړی.

XS
SM
MD
LG