د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې په افغانستان کې دترهګرۍ مخنیوي کې مرسته وکړي.هیلري


د امريکا بهرنيو چارو وزيره ميرمن هيلري کلنټن د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې پر پاکستاني چارواکو غږ کړی د وسلوالو اورپکو پر وړاندې دې پرېګنده ګام پورته کړي.دا خبرې یې اسلام اباد کې خبري غونډې ته کړې.

د میرمن کلنټن دسفر موخه د پاکستان او امریکا ترمنځ ترخه تعلقات بیرته سمول دي چې د روانې میاشتې پر دویمه نېټه د خیبر پښتونخوا په یوه پوځي ښار ایبټ آباد کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو وروسته خراب شوي دي.

د بهرنو چارو وزیرې وویل د دواړو ملکونو تعلقات یو پرېکنده ځای ته رسېدلي دي.او زیاته یې کړه چې په راتلونکو نژدو ورځو کې امریکا د ترهګرو خلاف د فیصله کنې کاروايي لپاره د پاکستان پر لوري ګوري چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کوي.

میرمن کلنټن وویل،د ترهګرۍ ضد جګړې کې د پاکستان قرباني تر بل هرچا ډېره ده.او پکار ده چې امریکا او پاکستان د ترهګرو پر وړاندې په ګډه کار وکړي.او اوس هم ډېره کارونه چې بېړني دي کول غواړي.

دې وویل دا د پاکستان ذمه داري ده چې هغوی له پاکستاني خاورې په افغانستان کې دننه د ترهګرو د بریدونو په مخ نیو ي کې د امریکا او افغانستان مرسته وکړي.

میرمن کلنټن وویل چې د امریکا او پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته د اسامه بن لادن په موندلو او وژلو کې بریالي شول خو لا هم هڅه کوو چې په ایبټ آباد کې د هغه د شتوالي په اړه رښتیا مالوم کړو.

میرمن کلنټن ولسمشر زرداري او نورو چارواکو ته وویل چې امریکا او پاکستان ټینګ اړيکي لري او ددغه هیواد مرستې به جاري ساتي.خو په خبري غونډه کې یې ویلي امریکا له پاکستان سره په اربونه ډالر مرسته کړه خو ددې په خبره ډېر لږ پاکستانیانو ته ددغه مرستو پته ده.
هغې وویل پاکستان خپلې ستونزې باید په خپله حل کړي.او پاکستان باید په دې پوه شي چې د امریکا مخالف او سازشي نطریات ستونزې نه شي کموالی،بلکه دا پر پاکستانیو مشرانو اړه لري چې د دې لپاره ځه ډول ګامونه اوچتوي.

ميرمن هيلری کلنټن چې د امريکايي ځواکونو مشر ايډمرل مايک مولن هم ورسره مل وو لومړی یې له پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري سره ولیدل.هغې له وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او له پوځي مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني سره هم لیده کاته کړي.

میرمن کلنټن او مایک مولن پاکستاني چارواکو ته دا هم وویل چې د امریکا ګټو ته په پام سره دې د وسلوالو اورپکو ډلو پټنځایونه ،چې په افغانستان کې پر امریکايي او نړیوالو ساله ساتو او افغان ځواکونو بریدونه کوي له مینځه یو سي.
XS
SM
MD
LG