پراګ -د پاکستان د سېند چارواکي وايي په صوبه کې د روانو بارانونو له کبله تر ۱۸۲ زیات کسان وژل شوي او څه د پاسه پنځوس لکه (۵۰۰۰۰۰۰) متاثره شوي دي.
د سېند صوبې د ناورینونو د انتظام ادارې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په وژل شويو کې ۳۱ ماشومان او ۷۹ ښځې هم شاملې دي.
د دې ادارې سروې وايي له بارانونو او سېلاوونو اغېزمن ۲۰۰۰۰۰ خلک په حکومتي کیمپونو کې ژوند تېروي.
تر دې مخکې د پاکستان ولسمشر اصف علې زرداري له ملګرو ملتونو د سېلاو ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې وه.
تېر کال د پشکال د بارانونو او خونړیو سېلاوونو له کبله خیبر پښتونخوا، جنوبي پنجاب او د سېند صوبې زښتې ځپل شوې وې.
په دې سیمو کې په ټولیز ډول شا و خوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي ول په لکونه متاثره شوي ول.
د پاکستان د مالي چارو وزیر ډاکتر عبدالحفیظ شیخ د روان زېږیز کال (۲۰۱۱) د بجټ د وینا پر مهال ویلي ول، سېلاوونو د ۸۵۰ اربه روپیو تاوان کړی دی.