د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډرون کې یوازې ترهګر وژل کېږي.میا افتخار حسین


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي دي چې په ډرون بریدونو کې تره ګر وژل کیږي خو پکار ده امریکایی حکومت د بې پایلټه الوتکو دغه ټیکنالوجي پاکستان ته ورکړي چی دا ډول په خپله مخالف وسله وال په نښه کړي.

دا خبره هغه د پښتونخوا اسمبلۍ د کابینې څلور څلویښتمې غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې کړې ده. هغه وویل چې د ډورن بریدونو مخالفت ځکه کوي چی دغه حملې د بهرنیو لخوا تر سره کیږي.که امریکا دغه ټیکنالوژي د پاکستان استخباراتي ادارو ته ورکړي نو بیا به د هغه جواز او دلیل مخه ونیول شي چې د پاکستان په خاوره کې بهرنۍ مداخلت کېږي.زه وایم چې په ډرون بریدونو کې بې له شکه ترهګر وژل کېږي.

بل لوری په غونډه کی د پښتونخوا حکومت د وفاقي حکومت نه غوښتنه وکړه چې د دوایانو قیمت او معیار په اړه یوه ډرګ ریګولیټري اتهارټي جوړه کړي. د دې نه پرته په غونډه کی د باچا خان خپل روزګار سکیم او دغه شان نورو پروژو ته کتنه وشوه. په غوڼده کی دا فیصله شوی چې د روایتي هنر مند سکیم لپاره دي د درخواستونو نیټه د مارچ تر آخره دې و غځول شي.چې اوس به یو غریب ملازم د اووه سکیل ملازم په ضمانت تر یو لک قرضه اخسیتی شي.
XS
SM
MD
LG