د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ممبۍ بریدونو کې ککړ کسان محاکمه کول غواړو: امریکا


هارون باچا ، مشال راډیو

واشنګټن: د امريکا د خارجه وزارت وياندې ويکټوريا نيولينډ د واشنګټن خبري غونډې ته وويل، حکومت يې د حافظ محمد سعید او د ده د بل ملګري عبدالرحمان مکي پر سر د انعام د اعلانولو موضوع د تېرو لږ تر لږه څلورو مياشتو راهيسې تر غور لاندې نيولې وه، چې هدف يې د دغه دواړو کسانو محاکمه کول دي.

په دغه خبرو کې نیو لینډ وویل، (لکه چې تاسو ته به معلومه وي، له دغه کسانو نه يو تن د ټیلی ويژن په پرده راښکاره کېدلو او هغه هم په بې شرمانه ډول- نو زما په فکر هم دغه وجه ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دا يوه خبره احساس کېدله چې د دا رقم د يوې جايزې په اعلانولو سره به کېدای شي د دوئ پر ضد عدالتي کاروايي چټکه شي)

د امريکا د خارجه چارو د وزارت يوه چارواکي وينډي شيرمن د تېر ګل په ورځ هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د حافظ سعيد، چې د پاکستان د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې لښکر طيبه د بنسټ اېښودونکي په توګه پېژندل کېږي، پر سر د لسوميليينو ډالرو او د يادې ډلې د مرستيال مشر عبدالرحمان مکي پر سر د دوو مليينو ډالرو د انعام اعلان وکړ.

په حافظ سعيد په ممبۍ د ۲۰۰۸ م کال د ترهګر بريدونو سربېره، چې وييل کېږي په ترڅ کې يې د ۶ امريکايانو په شمول ۱۶۶ کسان ووژل شول، د بې شمېره نورو حملو د پلانولو تورونه هم پورې شوي دي.


فرانس پريس اژانس ليکي، د هند خارجه وزارت د امريکا د دې پرېکړې په هرکلي کولو وييلي چې هند او امريکا به د ترهګرو پر وړاندې شريک او کلک مقاومت وکړي.
اژانس په دا وروستيو کې د امريکا او پاکستان په اړيکو کې راغلي کړکېچ ته په اشارې بيا وايي چې د امريکا له خوا د حافظ سعيد پر سر د جايزې اعلانول ښايي د دواړو هيوادونو تعلقات لا هم نور پېچلي کړي.


په عين وخت کې د امريکا د خارجه وزارت وياندې ويکټوريا نيولينډ د واشنګټن خبريالانو ته دا هم وويل چې د دغه جايزو موضوع يې له پاکستان سره شريکه کړې او زياته يې کړه، چې د امريکا مرستيال خارجه وزير ټوم نايډز به هم د شورو په ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د ترهګرۍ پر ضد نړيواله مبارزه کې د پاکستان په مهمې ونډې ټينګار وکړي.


نیولینډ زیاتوي (موږ د پاکستان حکومت ته په دوامداره توګه واضح کړې چې د ترهګرو عملياتو د رڼو پلټنو او پکې د ککړو خلکو عدالت ته د مخامخ کولو په برخه کې دغه هيواد ځانګړی مسوليیت لري. د پاکستان حکومت چې له موږ سره کله هم خبرې کړي، په دغه لړ کې د بشپړ همکارۍ ژمنې يې کړې دي او موږ تمه لرو چې په دې دوسيه کې به خپلې کړې ژمنې عملي کړي)


نوموړې دغه راز په ډاګه کړه چې د حافظ سعيد پر سر د جايزې د اعلانولو د امريکايي اقدام هېڅ تړاؤ د پاکستان له لوري د ناټو د اکمالاتي لارو د بند ساتلو او يا هم بيرته د پرانيستلو له پرېکړې سره نشته، بلکه دا چې يوازنی هدف يې د ممبۍ د بريدونو ذمه وار کسان له جزا سره مخامخ کول دي.


راپورونه وايي حافظ سعيد د تېرې مياشتې په ۲۷ نېټه په اسلام اباد کې د ده جلسې ته راغليو په زرګونو خلکو ته په وينا کې د پاکستان پر حکومت ناټو ته د اکمالاتی لارو د نه ورکولو له پاره غږ وکړ. ياده دې وي چې د پاکستان حکومت د تېر کال نومبر له میاشت راهیسې چې امريکايي ځواکونو په مومندو هوايي بريدونه وکړل او ۲۴ پاکستانی عسکر يې ووژل، په افغانستان کې مېشت د امريکايي او ايتلافي ځواکونو پر وړاندې له خپلې خاورې تېرېدونکې د ناټو د اکمالاتو ترانزيتي لارې تړلې دي.


په داسې حال کې چې ټاکل شوې پاکستان به په نږدې راتلونکي کې له امريکا سره د خپلو اړيکو په هکله نوې او مهمې پرېکړې وکړي، راپورونه وايي هېڅ نه ده معلومه چې د حافظ سعيد پر ضد به، چې نوموړی د پاکستان سترې محکمې يو ځل په ۲۰۱۰ م کال کې بری کړی، او څوک چې د خپلې ادارې جماعت الدعوه د خيريه کارونو لپاره په ټول ملک کې شهرت لري، کوم اقدام کولو ته زړه ښه کړي او که څنګه.
XS
SM
MD
LG